غزل

د پسرلي د سره ګلاب خوږه وږمه تېره شوه
زما پر زړه ستا د يادونو قافله شوه

زما د يو يو درد به خدای درنه پوښتنه کوي
ته داسې مه ګڼه چې بس يوه کيسه تېره شوه

ستا د خندا له زوره دنګ دنګ غرونه ونړېدل
پر دې وطن څه زوروره زلزله تېره شوه

زما د قام به تر دې ستره بدبختي نو څه وي؟
د ورا په ورځ مو چې پر کلي جنازه تېره شوه

خوب کې مې ستا سترګې ليدلې لکه ژېړې پاڼې
بېګا پر ما لکه قيامت د عذاب شپه تېره شوه

روما محمدي
لښکرګاه