غزل
له دې ستونزمن ژوند نه مې دومره ډېره کرکه راشي
لکــــه د دوه وؤ شریــــــــکانو تر منــــځ ورکه راشي
دسرخطرامـــــــــــکان په سلـو کې وي سل مــلګرو!
چې دپښتــــون دعـــوه لــه چـــاسره په ځـمـکه راشي
دنیــا پــــه مثــــل دیـوه کان وګړي ټـــــول مـزدوران
نوروته لال مونږ ته پـه لاس ترې نه کونجـــکه راشي
دښکرورو په مادي جنـــګ کې خو ځــــــــکه ګېر یو
غربته ستـــا له لاسه ګران وطن ته سپــــــــکه راشي
بختیـــــاره غــــم دلته ړولي خــــوښي نشتـــه چیرې
ګمــان مې نه شي چې تمبل سره چکچــــــــکه راشي
بختیارځدران د رومال وېبپاڼې چلوونكى