مرغلرې د كار خبرې

هغه ودونه چې د پيسو لپاره كيږي د پيسو لپاره له منځه ځي: رولاند

 له خپل ژوند نه خوند واخلئ پرته له دې چې د نورو له ژوند سره يې پرتله كړئ: كندورسه

  د خپلو نيكو كارونو له اورېدونه مه شرمېږه: كريستومارلو

 دنيا كې دا هم ډېره عجيبه ده چې ښځه سره د جهالت نه وفاداره هم وي: اسكاروايلد

 له هغو خلكو نه مه وېرېږئ چې ستاسو مخالف وي، له هغو نه ووېرېږئ چې ستا سوموافق دي، خو دومره جرات نه لري چې خپل مخالفت ښكاره كړي:ناپليون

 له ګنا نه نفرت مه كوئ له ګنهار نه يې وكړئ: ګاندي

 مينه عبث مه ګڼه، مينه داسې څه نه دي چې عبث وي: لانګوفلو

  د هغو كسانو له ملګرتيا نه ډډه وكړئ چې د خپل ژوند د اسرار او رمزونه پټ نه ساتي: افلاطون

 دبل برياليتوب نه هماغومره خوشاله شه لكه  د خپل برياليتوب نه چې خوشالېږې: كريستين لارسون

 د نارينه توب نښه داده چې د بل  احترام وكړې، ان كه د ايمان ګټه هم پكې نه وي: ويليام ميكپيس

  بې ضروروته وړو لګښتونونه ځان وساتئ، ځكه چې ډېر وړوكى سورى كولى شي چې غټه بېړۍ ډوبه كړي: بنيامين فرانكلين

   ښه استراحت له ښو خوړو نه غوره دى: ويكتورپوشه

  له لږو امكاناتو نه ګټه اخيستل له بې ځايه د لوړوبرياليتوبونو نه ښه دى چې كېداى شي هېڅ كله يې تر لاسه نه كړو: جوانا ميكر.

 سهوه باندې سترګې پټول بله سهوه ده: كنفوسيوس

   سهوه او خطا د ژوند  برخه ده، د تېرو سهوو لپاره ځان مه زوروه او خپل وخت مه ضايع كوه: بردلي تروكليد

 پوى او هوښيار خلك هېڅ كله داسې خبره نه كوي چې د بل چا احساساتو ته زيان ورسوي: اسمايلز

 د خلكو اوښكې او غم په خوشالۍ بدلول تر ټولو لويه نېكمرغي ده: ګوتاما پودا

 اصله  زړور تيا په خپل نفس اعتماد كول دي : ژنرال دوګل

  د بدو منل د نېك عمل پېل دى: اوگوستين

 بې عقله ملګري تر ټولوخطرناكه دښمنانا دي:سقراط

 بې كتابه خونه لكه بې روحه بدن دى: ماركوس سيسرو

 د زړه احساس له منطق نه پورته دى: ژان ژاك روسو

 احمق هېڅ كله هم نه نېكمرغه كيږي: سيسرون

 اخلاق شتۀ دي، اخلاق تر ټولو ښۀ سرمايه ده: اسمايلز

 له كومې زمانې نه چې بشر خپل ځان پېژندلى ادب ور سره و:نرودا

 ادب او محبت مصرف نه لري خو كولى شي چې هرڅه واخلي: متناجيو

 د خلكو اراده د هغوى د نېكمرغۍ لامل دى: شكدرين

  راتلونكي ته اندېښمن مه اوسئ د ورځې بار ترځايه ورسوئ: لاكوردر

 له برياليتوب نه تر ناكامۍ پورې يوه دقيقه واټن دى: ناپليون

   واده له درې اونۍ اشنايۍ، درې مياشتې مينې، درې كاله جنګ اودېرش كاله نه تحمل عبارت دى: تن

 واده كول او واده نه كول دواړه د پښېمانۍ لامل كيږي: سقراط

 واده نه جنت دى، نه دوزخ يواځې برزخ دى: ابراهام لينكن

 ودونوتل مينې ته د پاى ټكى ايښى دى: ناپليون

 څه ډول چې يئ ستا سو د افكارو پايله ده: وين داير

 انسان هېڅ كله مجرم او بدكاره نه زېږي: ولتر

  جنګ ته تيارى يانې  د سولې ساتل دي: جرج واشنګتن

 هغه انسان ترټولو ډېر پوه دى چى ووايې پوهه يې ډېره كمه ده :  سقراط 

 هغه خلك چې خپل تېر يې هېر  كړى وي، د تكرار ښكار كيږي : سانتا يانا

 هغه كسان چې ځان حقيرګڼي په اصل كې ډېرمتكبره دي: شوپنهارو

  كله چې طبيعت ودريږي، هنرپيلېږي: ويل دورانت

 په هغه ځاى كې چې ځواك قدم كيدي، قانون كمزورى كيږي: ناپليون

 هغه څوك چې د خپل نفس مالك نه دى، ازاد هم نه دى: اپيكتوس

 څوك چې له حد نه ډېراحتياط كوي، ډېر لږ كار ترسره كوي: شيللر

 مبارزه قدرت را منځه كوي نه استراحت: استايل

 

ټولوونكى آرش ننګيال