د انټرنيټ په مرسته د زړه د ناروغانو له حاله شېبه په شېبه خبرېدل ممكن

 نيويارك: امريكايي مېرمن كيرل له شلو كلونو راپه دېخوا د زړه په ناروغۍ اخته ده، خو اوس هغه د خپل زړه د معاينې لپاره ډاكټر ته د تلو اړتيا نه لري، اوس د هغې ډاكټر د انټرنيټ په مرسته د هغې د زړه حال معلوموي، د كيرل په زړه كې داسې ( پيس ميكر) لږېدلى دى، چې د وايرلس ټكنالوجۍ واى فاى له لارې د انټرنټ سره تړلى دى، دا د نړۍ لومړنى واى فاى پيس ميكر دى چې په اتومات ډول د ناروغ د زړه په اړه ټول مالومات انټرنيټ ته انتقالوي، كه ناروغ ناڅاپه خراب شي نو دغه سسټم سمدستي ډاكټر خبروي، ډاكټر كولى شي چې هروخت وغواړي د انټرنيټ له لارې د خپل مريض د زړه حال مالوم كړي .