غزل

سور ګلاب ، ښايسته ګلاب په لاس درته ولاړه يم
نه دې خورم راځه ګلاب په لاس درته ولاړه يم

ته دې له خپل زړه سره سلا کوه چې څه وايي
زه به ټوله شپه ګلاب په لاس درته ولاړه يم

مړاوې مړاوې كېږمه او ستا د تازه زړه غوندې
داسې يو تازه ګلاب په لاس درته ولاړه يم

مړ شې ، مړشې ، مړ شې چې لا اوس هم ميکدې ته ځې
څه نشه نشه ګلاب په لاس درته ولاړه يم

زړه مې د راتلو د انتظار له غمه وسولو
سور لكه لمبه ګلاب په لاس درته ولاړه يم

تا به چې راولېږه او ما به کړ تر پښو لاندې
اوس نو هماغه ګلاب په لاس درته ولاړه يم

ټوله ګناه ستا ده خو بخښنه درنه زه غواړم
سمه ده که نه ؟ ګلاب په لاس درته ولاړه يم

زړه مې د سپېڅلي محبت له خوشبويۍ نه ډك
اوباسه توبه ګلاب په لاس درته ولاړه يم

پښې مې په سور لمر د پېښور ګرمۍ تڼاكې كړې
ټكنده غرمه ګلاب په لاس درته ولاړه يم

ځي که د چړو په څوکو شين د زنې خال مې هم
پالمه وعده ګلاب په لاس درته ولاړه يم

زړه كې مې د وصل يو ښايسته غزل ساتلى دى
وايمه ټپه ګلاب په لاس درته ولاړه يم

نبيله غزل ، پېښور