اشرف غني به له انتخاباتو تېر شي!
د اشرف غني له كمزوري انتخاباتي كمپاين نه داسې ښكاري چې يا خو په څه پټو رازونو پوهېدلى دى، او يا هم له ټاكنو ناهيلى دى.
دا خبره په جلال آباد كې د ولايتي شورا لپاره يو تن كانديد وكړه كله چې ترې وپوښتل شول چې د مثال په ډول دغه پټ رازونه څه كېدلاى شي نوموړي زياته كړه : كېداى شي حالات داسې روان وي چې اشرف غني پوهېدلى دى په راتلونكي كې به ګټور تمام نه شي.
داچې د ددې ښاغلي اندېښنه به څومره سمه وي خو دغه اندېښنه يې د اشرف غني د كمزوري انتخاباتي كمپاين نه زېږېدلې ده.
د ټاكنو د نېټې په رالنډېدو په كابل كې د ښاغلي اشرف غني سره د ځينو افغان ملتيانو كتنې پېل شوې، دغو افغان ملتيانو په خپلو ناستو كې په اشرف غني احمدزي ډېر زړه تړلى و او د نوموړي له پلانونو ډېر راضي او ورسره همغږي ښكارېدل، ځينې وخت خو يې داسې هم انګېرله چې كېداى شي د افغان ملت مشر انوارالحق احدي او افغان ملت ګوند به هم له ډاكټر اشرف غني نه خپل ملاتړ اعلان كړي، خو ددغې افغان ملتيانو د هيلو برعكس احدي او د افغان ملت ګوند مركزي شورا د حامد كرزي ملاتړ وكړ.
د اورېدلو له قراره د افغان ملت ګوند ټول مصارف د كرزي د واكمنۍ په دوران كې په خپله د كرزي لخوا وركول كېدل او همداسې نور ګوندونه لكه په كابل كې حزب اسلامي چې ښاغلى ارغندېوال يې مشري په غاړه لري د كرزي له خوا رامنځته شوى او ددې لپاره يې مصارف وركول كېدل چې د 1388 كال د ټاكنو په درشل كې به له كرزي نه ملاتړ كوي او همدا سې و هم شول .
مخكې مو د افغان ملت ګوند د ملاتړ خبره وكړه چې د افغان ملت ګوند د مركزي شورا غړو په راتلونكو ټولټاكنو كې د كرزي ملاتړ اعلان كړ په دې مركزي شورا كې دوه غړي د كرزي د ملاتړ په مخالفت كې ودرېدل چې يو يې استاد نور الحبيب نثار او بل يې د افغان ملت د اخبار مسئول مدير خوشحال خليل دى، دوى هغه دوه افغان ملتيان دي چې د اشرف غني له كړنلارې نه يو څه راضي و او لكه د ډېرو افغانانو چې د كرزي له دورې نه يې هيلې په نا هيلۍ بدلې شوې دي د كرزي سره يې د افغان ملت په ملاتړ كې مخالفت وكړ.
كه څه هم چې دا دوه كسان يواځيني افغان ملتيان نه دي چې د ښاغلي كرزي د ملاتړ مخالفت يې وكړ له دوى سره يو څه نور ملګري د افغان ملت د پخواني مشر ښاغلي محمد رفيع واكمن په ګډون هم ملګرتيا كوي.
په دې وروستيو كې خوشحال خليل له دې ليكې وتلى ښكاري د نوموړي په وينا كرزى په راتلونكو ټولټاكنو كې حتمي كامياب دى، ټولو خلكو او ګوندونو ته يې وعدې وركړي دي او كه مونږ يې ملاتړ ونه كړو دا به د سياسي انتحار مانا ولري او په راتلونكي كې به په دولت كې له برخې نه لرې پاتې شو، خو ښاغلى نثار بيا د كرزي ملاتړ ته د سياسي انتحار په سترګه ګوري او وايي چې ددې مانا به دا وي چې ګوند په كرزي خرڅ شوى دى.
څو ورځې مخكې په ننګرهار كې د محمد رفيع واكمن او ښاغلي نثار په راتګ سره د ښاغلي اشرف غني احمد زي په ملاتړ يوه وړه غونډه وشوه چې د ګوتو په شمېر ليكوالانو او فرهنګيانو پكې ګډون درلود، ما تمه درلوده چې ګوندې پخپله اشرف غني احمد زى به هم وي او يوه غټه غونډه به نيول شوي وي خو دې غونډې ته يواځې محمد رفيع واكمن خپله لنډه وينا واوروله ورپسې صفيه صديقي خبرې وكړې او نثار صيب هم دوه درې خبرې وكړې او غونډه رخصت شوه.
موده مخكې كله چې د افغان ملت ګوند د مركزي شورا لپاره او د افغان ملت ګوند د رييس د ټاكلو لپاره ټاكنې كېدې هم محمد رفيع واكمن راغلى و چې د احدي په مقابله كې د افغان ملت د مشرۍ لپاره كانديد و، كله چې يې د احدي په مقابل كې ماتې وخوړه نو دومره يې وويل چې زه دلته د ديموكراسۍ د تمرين لپاره راغلى وم زما په فكر اوس هم دغه د اشرف غني په ملاتړ وړې غونډې د ديموكراسۍ د تمرين مانا وركوي چې د سرسخته سياسي مبارزې څرك پكې نه تر سترګو كيږي.
د ښاغلي اشرف غني د كمزوري كمپاين په اړه يو بل تن چې له نوم ښكاره كولو يې ډډه كوله وويل زۀ خپله رايه اشرف غني احمد زي ته وركوم، كله مې چې ترې د هغه د كمزوري انتخاباتي كمپاين په اړه وپوښتل ويې ويل، څه وخت مخكې به مو د افغان ملت د ګوند انوارالحق احدي مركه اورېدلي وي چې ويل يې ځكه له كانديدۍ تېر شوم چې پيسې مې نه لرلې، نو كېداى شي له ښاغلي اشرف غني سره هم دومره پيسې نه وي چې خپل انتخاباتي كمپاين په درز كې وچلوي او مونږ ګورو هغه كانديدان چې دلته يې د ولايتي شورا لپاره ځانونه كانديد كړي دي وړ سړى پكې د كمپاين لپاره پيسې نه لري، دا سې نه ده هغه سړى چې په خپل انتخاباتي كمپاين ډېر مصارف كوي نو خلك به رايه هم هغه ته وركوي، خلك پوهيږي هغه كسان چې وړ دي هغه پيسې نه لري او كه خداى كول خلك به هماغه چا ته رايه وركړي چې وړ وي، زما په فكر د رياست جمهوري لپاره په دې كانديدانو كې تر ټولو وړ شخصيت اشرف غني احمد زى دى .
د يو خبري اژانس ځوان خبريال چې غوښتل يې نوم يې وانه خستل شي بيا په دې اړه داسې نظر درلود: زما په فكر حامد كرزي بدمعاشي شروع كړې ده، دا سمه ده چې په يوڅه لالچ يا هم په تهديدونو باندې ډېرو ګوندونو او ټولنو له كرزي نه ملاتړ وكړ خو دغه ګوندونه او ټولنې يا خو ولسي ملاتړ نه لري او يا خو يې هسې په راتلونكي كې امتيازاتو ته سترګې نيولي دي، زما په فكر دا ملاتړي به په ټاكنو كې كرزي ته هېڅ ګټه ونه رسوي، د كرزي اصلي ملاتړي ټوپكسالاران، جنګسالاران، جنګي مجرمين او قاچاقبران دي ځكه خو به عام خلك كرزي ته خپله رايه ور نه كړي.
زما په فكر د ملي يو والي لپاره دا اړينه نه ده چې رئيس جمهور دې پښتون وي يو مرستيال دې تاجك وي او بل هزاره، كرزي په اتو كالو كې خپل امتحان وركړى دى اوس امريكا هم پرې باور نه كوي، په راتلونكو انتخاباتو كې ډېر چانس د اشرف غني دى چې كامياب شي خو له انتخاباتو وروسته به ښاغلي كرزي ته په افغانستان كې د ديموكراسۍ د پلار لقب وركوي .
دا چې په راتلونكو ټولټاكنو كې به څوك بريالى شي او څومره به دغه ټولټاكنې شفافې وي وخت به يې په ډاګه كړي خو زيات افغانان په ځانګړي توګه پښتانه به ونشي كولاى چې په ټولټاكنو كې برخه واخلي او هغه چې په ټولټاكنو كې د برخې اخستلو زمينه ورته مساعده ده هم زړه يې نه غواړي چې په داسې حالاتو كې په ټولټاكنو كې برخه واخلي، ځكه چې زياتره خلك دومره ناهيلي دي چې له هرڅه يې لاسونه وينځلي دي او په دې هم پوهيږي چې له نيمې نه زيات افغانان په دې ټولټاكنو كې برخه نشي اخستلاى، تمه كيږي چې يواځې هزاره ګان او تاجك به په دې ټولټاكنو كې زياته ونډه واخلي چې هغوى بيا د كرزي تر څنګ دوه لګېدلي تصويران او د كرزي د يو بل غټ رقيب عبد الله عبد الله عكس ښه پېژني.
په تېرو ټولټاكنو كې افغانانو په ډېره مينه او علاقه په ټاكنو كې برخه واخيسته چې د ټاكنو په پايله كې راپيدا شوي حكومت په دومره وخت كې حالات د ښه كېداى پر ځاى دومره خراب كړل چې د 1388 كال ټولټاكنې يې د تېرو ټولټاكنو په پرتله ستونزمنې او د خلكو هيلې يې په نهيلۍ بدلې كړې.