په يو نان كې د ناقانونه كډوالو په اړه سيمنار
له افغان كډوالو سره دليدو كتو نچوړ
د يونان په مشهور سوداګريز مركز پاترا، كې ميډيا د كډوالو په اړه يو سيمنار كې له افغانانو سره تفصيلي خبرې كړي او ددوى ستونزې، خاطرې او خبرې يې اورېدلي دي.
افغان كډوال چې په ناقانونه او مرګونو لارو يونان ته اوښتي په داسې څپرو كې اوسي چې خپله يې له دړو، لرګيو او ګټو جوړې كړي چې د سړو مخه نشي نيولى.
دوى د ناروغۍ په مهال ايله مسكنې ګولۍ موندلاى شي، د سيمې اوسېدونكي ترې اندېښمن دي، څو مياشتې وړاندې په فرانسه كې دوو افغانانو پر يوه ژورنالسته چې د مركې لپاره يې جونګړې ته ورغلې وه جنسي تېرى كړى و.
د افغان كډوالو ډېرى ژڼكي او نوي ځوانان دي، دغه كډ،ال د يوې سيكالوجستې له خوا وكتل شول، كه څه هم دمګړۍ له ذهني پلوه دومره ځپلي ونه ګڼل شول خو حالت يې د اندېښنې وړ وبلل شو.
دوه وروڼه ۱۳ كلن سيف الله او نهه كلن خدمت الله، په دې نه پوهېدل چې چا تردې ځايه رارسولي، دوى ټولو ايټاليا ته د تلو تلوسه لرله او په يونان كې يې مېشتېدنې ته ډډه نه لګېده.
سيكالوجستي اليكټرانوچ وويل: كه څه هم ماشومان له ذهني پلوه دومره نه دي ځپلي، خو هره ګړۍ د وېروونكو پېښو اټكل زموږ پر وړاندې دى.
ايټاليا ته د تلو لاره له يونان هم ګرانه او ګواښنده ده، دغه ژڼكي او نوي ځوانان خپله هم له تشدد، جنسي تيري سره مخامخ ګڼلاى شي .
ايټاليا ته د تلو لاره له ګواښونو ډكه ده ډېرى په دغو لارو خپل ژوند له لاسه وركوي، كه د پوليسو له خوا ونيول شي د محكمې په پرېكړه بېرته استول كيږي، داسې ځوانان هم ليدل شوي چې يو وار ډيپوټ شوي بېرته يې يونان ته ځانونه رسولي دي.
پوليس هم له دوى سره سم چلند نه كوي، په تركيه كې سپي، پسې ايله كوي، په بريد د ګوليو باړونه پرې چلوي او غله يې لوټي .
له ملي هندارې نه په مننه