غزل
سميرا کوچۍ
خـــاونده څنــګه ورک شـــــــوۀ د خـــــندا د قــــدم پـلونه
ښــــكاريــــږي پـــــه دې لاره د ژړا د قـــــــدم پـــــــــــلونه
پر دې کوڅه چې راشې سا نــــــــــيولى شــــــانې درومه
اى! باده چــې وران نـــــه کـــــړې د اشــــــنا د قدم پلونه
ســــتا در تــــه خــــو جانـــــانه تـــنــــها زۀ نــــه يــم راغلې
راغــــــلي وه تــــر تـــــا هـــــــــم د ړنــــــا د قـــــدم پلـــــونه
سپوږمۍ خو يې کړه لاندې رڼو ستورو ستاسو وار دى
کتار تلــــــــلي فضــــــا تــــــه د بـــــلا د قـــــدم پـــــلونـــــه
پــــه دې کــــوڅه کـــې نـــن چې دا د غـــم پلونه پراته دي
پـــــرون ليــــکل کـــيدل پـــــکې د ورا د قـــــدم پلـــونــه
د شپــــو اوږده لاســــونه پــــــر څنګـــــلو به ماتيــــــــږي
پر لپــــو مــــو کــــرلـــــي د ســــــبا د قــــــدم پــــــــلونــــه