كه كرزى په ټولټاكنو كې كامياب شي، بيا هم ناكام دى
ولسواكي يواځې ټولټاكنې ندي، يو شمېر د ټولټاكنو په مټ دكتاتوران راختلي، ځينې ټولټاكنې وګټي، خو په چارو كې له بري بې برخې وي، ځكه خو ناكام حكومتونه او دولتونه پېژندل شوي.
هټلر په ټولټاكنو كې وګټله، دكتاتور او فاشست شو، پيپلز ګوند اصف زرداري او ګيلاني ډېرې څوكۍ خپلې كړې، خو خكومت يې بريالى نشي ګڼل كېداى.
ولسمشر كرزي په تېرو ټولټاكنو كې ډېرې رايې وګټلې ټاكنيز برى يې ترلاسه كړ، خو د خپلې ناكامۍ مخه يې ونشواى نيولاى او په چارو كې يې خپله ناكامي پټه نكړاى شوه.
شونې ده داځل هم ښاغلى كرزى ټولټاكنې وګټي، خو برى په ترلاسه نكړاى شي، ټولټاكنې ګټل جلا خبره ده بريالۍ اداره جلا .
ښاغلى كرزى به ډېرې رايې خپلې كړي، خو ولسي باور به و نشي ګټلاى، رايې ګټل او د ولس ننګه توپير لري.
په ټولټاكنو كې د ښاغلي كرزي برياليتوب ځكه شونى دى چې له څه مودې سر كاري تلويزيون په ولايتونو كې د خلكو له خوا دده په ننګه د غونډو خبرونه خپروي، د علماوو لپاره دده غوراوى ثابتوي چې له روحي او سيكالوژيك اغېز يې سترګې نشي پټېداى، هغسې چې په ټولټاكنو كې د كرزي بري ته مخه وركوي، د قانون له مخې د ټاكنو د اصولو له اړخه دا كار ناقانونه دى ښايي مخه يې نيول شوې واى، خو داسې نه كيږي، په ارګ كې هره ورځ له ولايتونو، ولسواليو مخور مشران راځي، كرزى ليكچر وركوي د ارګ دننه د هېواد په ګوټ، ګوټ كې وار د محه ټاكنيز كمپاين چلوي.
د كرزي پر وړاندې ډېرى كمزوري كانديدان درېدلي، په ړندو كې د يوې سترګې والا پاچا وي، هغوى ته چې خلك ګوري، ارزوي يې، تلي يې، كرزى پكې دروندخيژي.
په ټولټاكنو كې نومليكنې په وروستۍ ورځ سركاري تلويزيون د اشرف غني احمدزي له خولې ايله دوه ټكي، خو د نورو بشپړې پړپړې خپرې كړې، د كرزي پر وړاندې يواځينى ځواكمن كانديد اشرف غني احمدزى دى خو له كرزي سره حكومت دى، ځواك دى، وزيران، واليان او حكومتي اداره يې كمپاينران دي.
ولسمشر كرزى، رشوت نه اخلي له ګڼو نيوكو سره دده سختو مخالفانو هم تر اوسه دغسې تور نه دى لګولى، خو د رشوت وركولو بېشمېره دوسيې لري، ددې كار لپاره ګڼې لارې او مخې پرانيستې دي، چوكۍ په رشوت كې وركوي، وزارتونه په رشوت ويشي، كه نه صديق چكري چې ولسي جرګې له باور بې برخې اعلان كړ، څنګه كېداى شواى دده له خوا سرپرست وزير ټاكل شوى واى.
د ولسي جرګې غړو كاري موده يو كال پاتې ده، كرزى صاحب په دارالامان كې پرې د ځمكو نومرې ويشي، كه د هرې دورې پارلماني غړو باندې د نومرو وېشلو دود رامنځته شي، كابل ښايي يواځې د پخوانيو اوسنيو پارلماني غړو استوګنځاى وبلل شي، نور هېوادونه د پارلماني غړو لپاره هاسټلونه لري، چې يواځې د كار په موده كې هورې اوسېداى شي .
كرزى لګيا دى، چاته واښه اچوي، چاته هډوكي چاته دانه، له همدې ځايه يې په ټولټاكنو كې دبري اټكل بېځايه نشي ګڼلاى، چې ښاغلي كرزي كال د مخه اعلان كړه او ويې ويل چې ايلا دادني نيست.....
خبره په ټولټاكنو كې د نوموړي د بري نه ده، په حكومت كې د ناكامۍ ده چې څرګنده ده دليل او حجت ته اړه نه ده.
د ولسي جرې په تېرو ټاكنو كې ښاغلي كرزي خلكو ته په وينا كې وويل: ګورئ چې رايه سم سړي ته وركړئ، رشوت يې اخلي، پيسې يې وهي، خو رايه به سم او په خبره پوه سړي ته وركوي، دا خبره په ريكارډ پرته ده، نه چا له ځانه جوړه كړې نه د مخالفانو تبليغات دي.
په اسلام او مدني قوانينو كې بډې وركوونكى او بډې اخستونكى دواړه پړه دي هڅوونكى يې هم پړ ګڼلاى شي ( الراشي و المرتشي كلاهما فى النار) – دواړه دوزخيان دي، خو ښاغلي كرزي په تېرو پارلماني ټاكنو كې خلكوته د رشوت د جواز فتوا وركړه....
سركاري مطبوعات هره ورځ په حكومتي ارګانو كې د دوه درېو نويو ټاكنو خبرونه خپروي، دغه بستونه، چوكۍ او مقامات نوي رامنځته شوي، نومونه او ټاكنې خندنۍ بريښي.
ولسمشر كرزي د ښځو د سرتاسري شورا په غونډه كې وويل : (... ما درخانه خود مهمان استم، اين حالت كشنده نه در وخت شوروي، نه طالبان و نه جنګ هاى تنظيمي آمده بود، اين وطن از چهل كشور كه در اينجا هست نيست، اين خانه صاحب دارد....)
د يوه هېواد ټاكل شوى ولسمشر چې د خپل هېواد ښځينه وو په غونډه كې تر خپلې واكمنۍ لاندې حالت له شوروي، طالبانو او تنظيمي جګړو زيات وژونكى ګڼي او ځان په خپل هېواد كې مېلمه پېژني په ټولټاكنو كې د درېدو سترګې لرلاى شي ؟
كرزى، برى ارګ او پر واك پاتې كېدل ګڼي، يواځې د رايو ډك صندقونه برياليتوب پېژني، ځكه خو يې په تېرو اتو كالو كې بريالۍ ادارې رامنځته نه كړاى شوې، جګړه لا پسې و غزېده، باورونه لا هم و زيانېدل، د پيو مجنونان واك بري پېژني او ارګ خپل منزل ګڼي، خو رمان بابا فرمايي:
د ګرېوان څيرل مقصود نه دي مجنونه
لا په لار كې ډېر د مينې مقامات شته
لكه د مخه مو چې ياده كړه د كمزورو كانديدانو ډېرښت د كرزي ستراتيژي ده، په دې كې ډېرى دده په هڅونه وړاندې شوي، كرزى له تېرو اوو كالو په واك كې دى، له راروانو هغو سره به دولسو كالو ته ورسيږي، داخورا اوږده موده ده.
كرزي تر اوسه د نوې خبرې، نوي شعار، ننګونو لومړيتوبونو په اړه څه نه دي ويلي، څه نه شي ويلاى، د زاړه ملا زړو تراوو په شمېر كې ښكېل دى.
د احمد ضيا پر ځاى مارشال فهيم، فارسيوان، وايي از بد بدر تش توبه، كرزي په تېرو اووكالو كې همېشه غول په متيازو وينځلي دي .
د كرزي ټاكنه د تېر دوام دى، نوي څه نلري، د فهيم او خليلي په مرستيالۍ كې د نوښت او بدلانه شونتيا نشي ليدل كېداى.
هماغه جګړه، هوايي بمبارۍ، درغلي، اختلاس، رشوت، ځانمرګي، جنګسالاران، تنظيمي مشران، د سولې او جوړې په نامه د ډرامو او مانورو بهير، صبغت الله مجددي، پير ګيلاني، زامن، زومان، د درې ګوني اتحاد هوا، فضا چارپېريال، سهميې، سازشونه فضايي جبهې، جعلي څېرې، كاواكه ادارې او ورسره د ملت دربدري، مرګ ژوبله او محروميت، پړه يواځې د كرزي نه ده د نورو ښاغلو هم ده.
پوښتنه داده چې څرنګه جلالي او احدي له اشرف غني احمد زي سره د پوهاوي مخه ونه مونده، ددوى پر منځ د تفاهم خنډ په كوو ټكو ولاړ دى، جلالي، احمد زى او احدي څرنګه په خپلو كې د يو بل ننګې او ملاتړ ته اوږه ورنكړاى شوه، احدي او جلالي څرنګه پټه خوله له خپلې نوماندۍ تېر شول او د اشرف غني احمدزي په ننګه ونه درېدل، دا هرڅه تر كاسې لاندې د نيم كاسې لوبه په ګوته كوي، دوى ځكه چوپ دي چې خولې يې له اوبو ډكې دي.
كرزى به رايې واخلي، په ارګ كې په پينځه كاله نور هم مېشت وي، خو ولس به ورسره نه وي، افغانان ليډر او له دې پورته مصلح ته اړتيا لري، هغسې چې وګړي د ځان پر ځاى اصولو ته راوبولي، د ملت د تقدير بدلولو هوايې دعوا ونه كړي، د معجزو او خوارقو ټټر ونه وهي، ادارې رامنځ ته كړي، بدلانه ته مخه وركړي، د فشار پر وړاندې د درېدو ځواك ورسره وي، پرېكړې يې د فشارونو زېږنده نه وي، سلا وكړي، مشورې ته ژمن وي، خوله سلا كارانو يواځې د بلې، جناب جلالتماب هيله ونه لري، له (بلې) زيات يې د نيوكو وړانديزونو هيلې وپالي.
د ځان ساتو او ورځ چارو له غوړه ماليو ډدې ته و اوسي دروغجنې هيلې راونه ټوكوي، د ملي سياست ادراك او پوهه ولري، د ملي مزاج پېژندنه او ټولنيز شعور او ولسي هيلو فهم ورسره وي، د زړه او دماغ ظاهر او باطن همغږي ولري، خلك ځان ته نه، اصولو د ملي ګټو خونديتوب او دفاع ته راوبولي او له ټولو زيات د ريښتيا ويلو جرات ولري .
له ( ملي هندارې) نه په مننه.