شريك غزل

 

چې توره شپه وخوري سبا راولي

خداى دې پر مونږ داسې بلا راولي              عبدالمجيد پل

يوه شېبه كې چې مسكى غوندې شم

بله شېبه راته ژړا راولي                            الهام

زۀ به په كلي خيرات ووېشمه

مسافر ياره خداى دې تا راولي                 سعد الله فطرت

چې راشي راولي خولې په تندي

او په زړګي باندې درزا راولي                   الهام

څوك به دې اوښكې، اوښكې ژوند ته زمونږ

خوشحالي راولي خندا راولي                  الهام

په مامين رېبار به ونازوم

خو كه له ځان سره اشنا راولي                   الهام