نبيله غزل
غزل
د اور لمــــبـې د پښـــــــتنو پــه وطــن
راورېـــدې د پـــــــښـــــــتنو په وطـــن
ته چـــــې راتلــــې د پښــــتنو په وطن
کړې دې تـــيارې د پښتـــــنو په وطن
د رڼـــــاګــــانو د مـــــالت خــــاونـدان
وژنـــــي ډيــــوې د پښـتنو پــــه وطن
شــــوې د باروتو په لوګـــو کــــکړې
د ګـــــل وږمــــې د پـــــښتنو په وطن
فارس او پنــــجاب ورته ببوزی وهي
لــمبـې خـــورې د پښــــتــــنو په وطن
دوي د وســــــلو د ازمايښـــــت لپاره
کـــوي جګړې د پښــــــتنو پــــه وطن
ستا لکه غر غرور به شي که خير وي
ذرې ذرې د پـــــــــښــتنو پــــه وطــــن
پـــــه کــــوڼ جهـــان بـه زلزلـې راولي
دغه نـــــعرې د پـــښتنو پــــــــــه وطن
نبيله غزل - پېښور
شعرونه