ښوونکى
نصرت الله ( الهام )
زه د نجونو د لېسې ښوونکى يم ، تختې ته مخامخ ولاړ يم. دکتاب دنن ورځې درس خلاص شو ، يونجلۍ چې دنګه ونه ښايسته سپين مخ او تکې تورې زلفې لري او دټولګي د مشرانو نجونو په کتار کې راځي ، پاڅېده ، په ډېر ادب او په ډېر سنجيده انداز چې ټوله سنجيدګي يې د مخ د غوړېدلي کتاب ميلمنه وه وويل : (( استاذه يوه پوښتنه مې لرله چې زمونږ له درس سره رابطه هم نه لري ، خو زه غواړم تاسې سره دا پوښتنه شريکه کړم )) .
لکه څنګه چې يو استاد دټولې تيارۍ سره صنف ته ځي او پوره ډاډه وي ، ما هم په پوره ډاډ ځواب ورکړ (( مهرباني وکه ، پوښتنه دې ووايه ! )) .
نجلۍ وويل : ((هغه څه شى دى چې ، په بازار کې ښه ډېردى خو چې بازار ته لاړ شې ، نه يې وينې ..... که يې ووينې ، نه يې اخلې ....او که وايې خلې نه يې اغوندې ......او چې وايې غوندې بيا يې له ځانه نه لرې کوې ؟ ))
زه تر ډېره چپ پاتې شوم ..... داسې پوښتنه مې کله نه وه اورېدلې ! ټولې نجونې زما د ځواب په تمه وې خو ، ماسره يې ځواب نه و .
ومې ويل : (( داسې پوښتنه ما کله نه وه اورېدلې او نه يې اوس ځواب راسره شته ، سبا يا بله ورځ به يې که ژوند و ځواب درته پيدا کم )).
له صنف نه راووتم، په اداره کې ناست وم .... په ژور فکر کې تلى وم .... اخير دابه څه شى وي .
يو استاد چې زما حالت وليد له واره راباندې پو شو ، خواته مې راغى او په خندا يې وويل ، څو لارۍ دې اووښتي دي ؟ ما څه ورته ونه ويل او ځان مې هسې تېر کړ ، ځکه داسې پوښتنه مې له چانه پوښتلى هم نه شوه او په کتابونو کې هم داسې پوښتنه کله زما مخ ته نه وه تېره شوې .
کله چې مکتب رخصت شو اوکور ته راغلم ، بياهم له ذهن نه مې د نجلۍ پوښتنه نه وتله .
په همدې فکر کې وم او پوښتنه مې په ذهن کې اړوله راړوله ؛خوچې دې ځاى ته راورسېدم ....(( او چې وايې غوندې بيا يې له ځانه نه لرې کوې )).... لږ تم شوم لکه الهام چې راته وشي ناڅاپه پاڅېدم .... ما د نجلۍ د پوښتنې ځواب موندلى و ................................ په زوره مې له خولې ووتل (( کفن !!!)) غونى مې زيږ شو او بېرته کېناستم ، دسبا ورځې په انتظار .