څئ چې ځو جنت ته .
الطاف خټک
يادونه : دغه کيسه د ښاغلي ميجر الطاف خټک د افسانو له کتاب (( ځئ چې ځو جنت ته )) څخه مينه والو ته وړاندې کوو هيله ده چې خوښه مو شي ، په راتلونکي کې هم د پښتو لنډو کيسو د کتابونو نه په زړه پورې لنډې کيسې غواړو په ليکه کړو مونږ سره اوسئ .
تنده
که زما څه هم وس کېدى ، نو زه به هډو دې دنيا ته راغلى نه وى ، خو خلق واي چې نه څوک په خپله خوښه پيدا کېږي اونه په خپله خوښه مري ، که زما څه هم وس رسېدى نو مابه خپل ځان د مور په خېټې کې په غرغره کړى وى ، او آخر زما د پيدا کېدو ضرورت څه و ، که ما دې دنيا ته تشريف نه وى راوړى نو دا دننيا به څه ورانه شوې خو نه وى ، او اوس ګرانه داده چې زه مرم هم نه ، په خپله مې خواري کړې ده، خداى ته مې زاري کړې ده خو د مرګ پاڼه مې لانه ده زېړه شوې ، زه نه يم خبر چې دکوم ځاى يم ، د کوم کلي يم، چرته او چاکره پيدا شوى يم، د خداى په دې دنياګۍ کې هيڅوک نه لرم، د نيا کې چارچاپېره وينم ، اورم چې خلق خپلو کې يو بل په بېلو ، بېلو نومونو بولي ، څوک چاته با با واى څوک چاته ادې ، څوک چاته بچى وايي ..... څوک دادا ... او لالا ... اوهم دغسې خو نه ماته چرته چا بچى ويلى اونه زه چاته بابا وايم، نه زه چاته لالا وايم او ........... نه ماته څوک روکى ، نه ادې لرم اونه ابۍ ، نه يم خبر چې زما نوم څه دى ...... ماته خلقو په مختلفو وختونو کې مختلف نومونه راکړي دي ، خو اوس زما نوم خليفه دى . دا نوم ما په ځان پخپله ايښى دى ، له څه مودو راسې دا نوم په ما پوخ شوى دى او دا ځان له يوه بېله کيسه ده ....... بس هم زما ددې تش په نوم د ژوند کيسه ده .... ننن سبا زه ډېر زيات په دې سوچ کې وم چې آخر زه خداى ولې پيدا کړى يم، که زه نه وى پيدا نو کوم تندر به راپرېوتى و چې زما زېږېدنې هغه په آسمان راټينګ کړى دى ، او بيا زه مرم هم نه، لکه چې زما په مرګ به هغه ايسار شوى تندر راولوېږي.
زه نه پلار لرم اونه مور لرم ، نه رور لرم نه کور لرم، داټول ښارزما کور دى ، په هر ګېټ هره کوڅه او هر بازار کې ما دپاره بسترې لګېدلي دي ، چې کومځاى راباندې شپه شي هلته يې تېره کړم، زما په بدن هم دغه د چيرړو غونډ لباس دى ، ددې نه د زيات لباس ضرورت مانه کله محسوس کړى دى اونه مې موندلى دى ، زه چې خلقوته ګورم، په مختلفو وختونو کې چې دوى ورته موسمونه وايي ، مختلف لباسونه اغوندي ، کله غټې جامې ، واسکټونه ، کوټونه او غټې وړينې څادرې او شالونه ، او کله داسې په نرو جامو کې تن پټوي چې که راغونډ يې کړې نو زما ديوې ګوتې نه به راتاو شي ، زه نه پوهېږم چې دا ولې ، البته دومره پوهېږم چې کله دوى غټې جامې اغوندي نوزه د دېوال د سوري نه لرې اندرشېر دروازې ته مخامخ پتاو ته کېنم او د شپې چرته تنګ کونجونه لټوم او ټوله شپه په کنند کې اوړم راوړم، خو چې کله دوى نرۍ جامې اغوندي نو زۀ د ورځې نمر ته نۀ شم کېناستى او چرته ددېوال خوايا ګڼه ونه لټوم او د شپې شين آسمان لاندې ښۀ خوب کوم.
ماته دومره ياددي چې چرته يو کلى و ، په دې کلي کې يو کور و، په هغه کور کې سره زما ټول ټال درې تنه وو، يو سړى ، دويمه ښځه او درېم زه، سړى به اکثر سهر له کوره ووتو او ماښام مازيګر به راغلو، نوره ورځ به زه او هغه ښځه کور وو خو هن کله ، کله به چې دا سړى د کوره ووتو نو لږه شېبه پس به يوبل سړى غلى ، غلى راغلو او چې کله به دا بل سړى راتلو نو په دې ورځې به هغې ښځې دنداسه ووهله ، دسر ويښته به يې ږمننځ کړل او جوړه جاړه به شوه، دا سړى ما لپاره ډېر ښه و ، چې رابه غلو نو په مخ به يې راته لاس ووهلو ، په تلي به يې راته اته نيز کېښوو او ما به بهر منډې کړې خو په شابه مې د ښځې رورو پټه خندا واورېدله، خو داسې به کله، کله وه، هسې به په دې کور کې مونږ درې تنه وو، ماته نه شي ياد چې د کور هغه سړي ماسره کله څه خبرې کړې وي ، او يا ورسره ما کله خبرې کړې وي ، ښځې سره به هم ما خبرې نه کولې ځکه چې زا په خبرو به هغه خفه کېده، خو هغې به ماسره خبرې کولې او هغه خبرې ماته اوس هم لږې ډېرې يادې دي، هغې به ماته اکثر وې .
(( ته په چينجو وخوړى شې )) .
(( ته په مرګي ددې کوره اوځې ))
(( سپېره ! چې کله به درنه خلاصېږم ))
(( خپله خو موتړه لاړه د ګور زړى شوه او توره بلا يې ماته پرېښوده))
(( ته په تورې بلا و خوړلى شې )) .
او مابه ټوله شپه په خوب کې تورې ، تورې بلاګانې ليدې ، زه ددې ښځې د خبرو په مطلب خو نه پوهېدم خو دومره راته ياد دي چې کله به هغې ښځې داسې خبرې کولې زه په يې وهلم هم ، کله ددې خبرو نه وړاندې او کله وروستو ، او کله ، کله به د خبرو او وهلو دواړو عملونه يوځاى تر سره کېدل ، مابه هغې ښحې ته د هغې د خبرو ځواب کله هم نه ورکولو، خو هغې به چې زه وهلم نو ما به خپل واړه ، واړه لاسونه کله مخ ته کله سرته ...... زما په نرمو نرمو کوکو به د هغې ښځې د لاس ګوتو کرښې وويستې ..... نرمې ، نرمې کوکې ...... هسې ځان پورې خندا راغله ، خو رښتيا دي چې دا وران مخ هم کله نر مې ، نرمې کوکې وو، د وهلو نه پس به يې په ډېر سختۍ راته ووې چې زه چرته په هېره هم ددې ذکر هغه د کور سړي ته ونه کړم ګنې نو ما د پاره به ښه نه وي ، زما څه ناکام و ، زه څه د ځان دشمن خو نه وم، ما کله هم ددې ذکر د هغې سړي په مخکې نه و کړى او نه رانه هغه کله تپوس کړى و ، نه يې چرته زما مخ ته کتلي وو، زه به دېوال خواته ځان سره کېناستم، ښه به مې په سلګو ، سلګو وژړل ، دېوال زما ډېر زوړ ملګرى دى ، تر اوسه مې په ځان پورې جوخت ساتي ، زما به که د ژړا نه هيټکۍ هم شوې خو کله راته څوک نزدې شوى نه وو، نه زه کله چاپه غېږه کړى وم، سړى به چې ماښام کور ته راغلو نو ښځې سره به نزدې کېناستو، په خپلو کې په يې په خندا خندا خوږې ، خوږې خبرې کولې او مابه ورته د لرې نه ليدل ، زما په کوچني زړه کې به راغله چې درېغه دوى ما هم ځان سره شامل کړي .
يوه ورځ چې زه د هغه کور نه راووتلم نو هرڅه راته ښۀ ، ښۀ ولګېدل څومره چې کور نه مخ په وړاندې تلم هومره خوشحالېدم زه په مخ روان وم تر دې چې پوخ سړک ته ورسېدم، ما د تار کولو مهين سړک ته ليدل ، څه داسې راشکون و د ګيټو، کاڼو او تارکولو په دې تور مهين سړک کې چې زما زړه يې د يو نابلده سکون سره اشننا کړو ، ماته داسې ښکارېده لکه چې هم دا تور سړک زما د خلاصي لار ده ، ددې تورې ليکې په بل سر د خوشحالو او راحتونو جنتونه زما په انتظار دي ، زما زړه غوښتل چې زه په دې توره ليکه سور شم او بيا داتوره ليکه په هوا لړه شي او ما هغه د خوشحالو جنت ته بوځي ، زه په يو ټک د تارکولو تور سړک ته ځير وم ، چې په دې کې يوه لارۍ ( بس ) د يو اړخ نه راغله ، څه کسان ترېنه راکوز شول او د کلي په لور روان شول ، د لارۍ کلينډر چې زه وليدم نو ماته مسکى شو، سترګه يې راته ووهله او لارۍ ته د راتلو اشاره يې راته وکړه، ما و ګڼله لکه هم دى د هغه جنت داروغه دى او ما د خپلو خوبونو جت ته بيايي، د کوم ښايسته تصور چې زما په معصوم ذهن کې په دې لنډ وخت کې ځاى کړى و،کلينډر په ما ډېر ښه ولګېدو، څومره مينه وه د هغه په سترګو کې ما لپاره، او زما قدمونه لکه په خوب کې د لارۍ په لور اوچت شول ، لارۍ ته وختم، کلينډر په يوبېل سيټ کېنولم او په خپله راسره هم کېناستو، لارۍ روانه وه او زه لکه چې په هوا الوتم ، په لارۍ کې کسان ډېر کم وو، مونږ نه چاپېره سيټونه خالي وو، کلينډر ماسره خوږې ، خوږې خبرې کولې او په خبرو خبرو کې به يې کله سترګه هم ووهله چې زه يې په مطلب نه پوهېدم، خو زه د هغه د خبرو په سحر کې ډوب وم ، هغه به کله زما وړوکى لاس په خپل لاس کې ونيولو، زما خو په ژوند کې دومره مينه نه وه په نصيب شوې ، کلينډر چې زه ځان ته جخت کړم نو زه نور هم ورجوخت شوم، ددې نه وړاندې زما وجود د غېږې د حرارت نه نا اشنا و ، زه يې په مخ ښکل کړم ، د هغه د ګرمو شونډو لمس ماته په خپل مخ ډېر ښه ولګېدو، هغه ماته مسکى شو ، زه هم مسکى شوم او لارۍ ښار ته ورسېده.
ښار څومره لوى ، څومره ښکلى و، ښې ډېرې لارۍ ، موټرې ، رکشې ، لوى ، لوى بازارونه ، ښايسته ، ښايسته سړکونه، ډک ډک ښکلي د ښيښو دوکانونه او ما په زړه کې ومنله چې زه خپل جنت ته راورسېدملارۍ په اډه کې ودرېده او خلق ترېنه راکوز شول زه هم کلينډر ځان سره راکوز کړم او د لارۍ غټ ډرېور چې لوى غټ برېتونه يې هم ساتلي وو ، راکوز شو، تندى يې غوټه کړو، سترګې يې راغونډې کړې ، اول يې ما ته وکتل او بيا يې کلينډر ته، زه ترې ووېرېدم خو کلينډر ورته يوه سترګه پټه کړه او مسکى شو، او ما وليدل چې ډريور هم د بريتونو لاندې مسکى شو ، ما ته يې لاس ونيوو، ما خپل ورکوټى لاس ور مخکې کړو، هغ زما لاس ونيوو، په خپلو سختو لاسونو کې يې وسولولو او يوځل بيا ماته موسکى شو زه هم مسکى شوم، هغه سترګه ووهله ، ما وګڼل لکه چې دلته د مينې الفت او شفقت د اظهار هم د غه طريقه ده، نو ما هم ورته خپله يوه سترګه پټه کړه، کلينډر او ډرېور دواړو يوبل له لاس را خلاص کړو او داځل وخندېدل ، ما په زړه کې ووې چې داڅومره ښه خلق دي ، څومره مينه ناک دي ، اوبيا مې د ذهن په پرده د کلي په کور کې هغه د سړي او د ښځې قارېدلي مخونه مخې ته شول ، هغه ورانېدو ورانېدو او دا سې وېروونکى شو چې زه ورپېدم لکه چې په خوب کې څوک وورېمي ، ما ترپ کړو او برېتو ډرېور ته ورجوخت شوم، لکه ددغو وېروونکو تصوراتو نه د هغه په غېږ کې پناه غواړم.
مونږ چې ښار ته راورسېدو، نو ماښام شوى و ، په بازار کې رنګ رنګ باتې بلې وې ، په ما ډېرې ښې ولګېدې ، دوۍ دواړو زه يو هوتل ته بوتلم ، روټۍ يې راباندې وخوړله ، مالا د هوټل ترسکونې ترکارۍ او تناره ګرمې ، ګرمې روټۍ دومره خوند راکړو چې په عمر مې په اول او اخري ځل په مړه ګېډه ډوډۍ وخوړه ، د هوټل مالک چې زه د بريتو ډرېور سره وليدم نو دواړو يوبل ته سترګې ووهلې او مسکي شول ، نن ټول په ما ډېر مهربان وو ، نن دد نيا رنګ څه بل شان و، ددې نه پس دوى زه سينما ته بوتلم، ما په ژوند کې په اول ځل سنيما وليده، په سنيما کې دواړو لکه د شهزاده زه په منځ کې کېنولم او ما په معصوم وسترګو دواړو ته خواږه ، خواږه کتل ، هغوى اول په خپلو کې موسکي شول او بيا ماته موسکي شول ، په فلم کې به چې چرته څه ډانس مانس يا سندره راغله نو ډرېور به خپل لاس زما په کوچني پتون ووهلو او کله به يې ورله رور رو زور ور کړو، زما معصوم ذهن د هغوى په دې مينه ډېر خوشحاله و، او بيا چې کله شپې د بسونو اډې ته واپس شو نو مونږ درې واړه يوې وړې کوټې ته ننوتو، په کوټې کې دوه کټونه وو، په يو کلينډر څملاستو او په بل برېتو ډرېور زه ځان سره څملولم، سينې ته يې جوخت کړم، او ما ارمان وکړو چې درېغه کله خو زه د کلي هغه سړي هم چې هغې ښځې به ورته زما پلار وې، دغسې په سينې پورې جوخت کړى وى ، خو چې ما ناڅاپي برېتوته وکتل نو د هغه د برېتونو ويښته نېغ ولاړ وو، د هغه سترګې راوتې وې ، د هغه په مخ څه بل شان تاثرات وو، د هغه مخ ورانېدو ، ورانېدو او داسې وېروونکى شو چې ما له وېرې خپلې سترګې پتې کړې ، پرېتو زما په ماشوم بدن لوبې کولې او ما خپلې سترګې داسې کلکې بندې کړې وې چې که چېرته سترګې وغړوم نو دا دېو به مې لواړ تېر کړي ، او ماته دکلي د هغو ښځې ښېره راياده شوه .
(( ته په تورې بلا وخوړلى شې )) .
او بيا زه د تورې بلا داسې ښکار شوم چې د هغې خوف او هيبت تر اوسه زما په ذهن کې ناست دى ، د تکليف او اذيت هغه احساس مې اوس هم په سوړ ژمي کې وجود خولې ، خولې کړي ، د خوف هغه کيفيت راباندې اوس هم د هار په سرو غرمو کې سړلرې راولي .... دخوف او اذيت يو ظالم احساس .... او بيا زه بې خوده شوم ..... چې په خود شوم نو بل سهر د ښار په يو پارک کې پروت وم.
دې واقعې زما په ذهن دومره اثر واچولو چې زه هر چانه وېرېدم ، چاته به نزدې نه ورتلم، يو دوه ورځې خو هډو د پارک نه بهر نه وتم، د پارک په مينځ کې نصب شوې فوارې نه به مې اوپه وڅښلې او غلى ، غلى وېرېدلى به يو خوا ته کېناستم، چې په سړک به مې چرته لارۍ وليده نو ما به دوېرې نه سترګې پټې کړې، دهرې لارۍ د ډرېور په مخ به ماته غټ ، غټ برېتونه ښکارېدل او زه به وېرېدم چې بيا چرته د يوې لارۍ نه څوک برېتو ډرېور راکوز نه شي او هسې نه چې زه بيا د تورې بلا ښکار شم ، خو چې د لوږې نه مې په خېټه کې کولمې يو بلې سره ګنډه شوې نو بهر راووتم او غلى غلى په سړک روان شوم ، لږ به مخکې تېروم چې د ګرمو ، ګرمو روټيو زړه راشکونکى بوى راباندې ولګېدو ، دا يو تنور وو چې په غاړه يې يو څو کسان ناست وو، او ګرمې ، ګرمې روټې يې تناره نه راويستې ، زه ورنزدې شوم او يوه روټې مې ترېنه وغوښته.
(( يوه روپۍ راوباسه )) تنور واله ووې .
(( ماسره خو پيسې نيشته ماما )) ما روغوندې ووې .
(( تښته د ماما بچيه ، پلار دې راباندې موټ خرڅ کړي څه ؟ )) . د تنور ماما ووې او زه په څنګ شوم.
لوږې اخيستى وم، خېټه ډېره ظالمه وي، دا حقيقت په ما وروستو څرګندشو چې د خېټې دلاسه زما په شان څومره ګلالي ماشومان په هغه څه کولو مجبوره شي د کوم تصور چې زه د اډې د برېتو ډرېور سره اوکړم نو په دې عمر کې هم وبوګنېږم ، لوږه راباندې تاندهوه، زه رو رو بيا تناره ته نزدې شوم او د سترګو په رپ کې مې په روټو چپه ووهله، دوه درې روټې مې له لاس کې اومنډه مې کړه، خو نزدې چرته په خلاص ګټر کې مې پښه ښخه شوه او پړ مخې راپرېوتم ، بيا زه نه شوم خبر چې زه کوم ځاى لاړم او روټۍ څه شوې خو چې سترګې مې غړولې نو د ښار په يو هسپتال کې پروت وم، يوه پښه مې ماته او د پتون په غوښه کې مې يو ژور زخم جوړ و، زه که ډېر په تکليف کې وم خو زما د تپوس څوک نه وو، په هسپتال کې زما د عمر نور ماشومان هم وو، د چا دخلې نه په چې له دړده (( وۍ مورې )) ووتل نو سرته ناستې مور به يې سمدستي وويل
(( مور دې ځار بچيه ! جګ جوړ شې )) .
او ما به داسې محسوسه کړه لکه چې په دې يوې جملې مور د بچي نه ټول دړد اخيستى وي ، له ډېر دړد او تکليف نه به زما په سترګو کې اوشکې تلې راتلې ، خو نه خو ما کله (( وۍ مورۍ )) ويلي وو اونه (( وۍ بابا )) ځکه چې زه له دې رشتو سخه نابلده وم ، په هسپتال کې کټ خو و خو دارو نه و ، نه زما پښه پيوند شوه اونه مې زخم وچ شو، زه ديوې پښې نه محرومه شوم، او چې څو ورځې پس مې هسپتال نه چټي شوه نو بيا د خېټې غم واخيستم او ارمان مې او کړو چې درېغه که مې دابله پښه هم ماته شي او بيا هسپتال ته لاړشم.
تر ماښامه مې لوږه وزغمله خو خېټه هېڅ دم نه مني، ماښام مې په کابلۍ کې په فټ پات د تيکو کړاهي وليده چې خلق ترې نه راپنډ وو او تيکو سره يې د تناره ګرمې ګرمې روټۍ خوړلې ، زه ورنزدې شوم، په خله مې څه ونه وې خو لاس مې ورته ونيوو، يو کس راباندې زړه وسولو او يو څو تيکې يې راته په يوې روټۍ واچولې ، ما ترې نه داسې په تادۍ راکاږلې چې چرته لاس بيا وروستو نه کړي ، لکه د ناديداو پرې لګياشوم اوپه يو شړک کې مې هرڅه داو کړل ، چې مخکې لاړم نو يوې بلې مجمې ته ودرېدم ، لاس مې ونيو يو کس جيب ته لاس کړو او يوه روپۍ يې راته په تلي کېښوده او دا رنګې زما د رزق وسيله جوړه شوه ، شپه مې ديو بند دوکان د تختې لاندې تېره کړه او سهر مې بيا لاس په خير ټولولو پورې کړو، اوس زه خير مار شوم، دورځې په مې خير ټولولو او شپه په مې چرته يو ځاى بل ځاى تېروله .
يوځل چې ناولټۍ سنيما ته مخامخ ولاړوم خير مې غوښتو نو راسره جوخت يوبل خير مار ودرېدو، د شپې آخري ( شو ) ختمه شوه ، خلق لاړل او مونږ دواړه پاتې شو، دا خير مار په وجود غټ پټ او ځوان و ، ماته رانزدې شو او راسره په خبرو شو، د ځاى ځايګي تپوس يې رانه وکړو، زما خو څه خاص ځاى نه و نو ده زه ځان سره روان کړم، زه هم ورسره روان شوم ځکه چې اوس زما د زړه نه د خلقو وېره وتې وه، دده نوم ګټو وو ، ګټو چرته د کوچي بازار په شايو وران کنډر کې اوسېدو ، هلته په زمکه دوه زاړه او وراسته لمڅي پراته وو، يو يې ماله راکړو او په بل خپله څملاستو ، لږ ساعت پس ګټو پاڅېدو، د جېب نه يې پيسې راوويستې ، د کنډر په خواکې يې د لاس په پنجو خاوره وکنسته، د خاورو يوه ډوله يې راووسته خيلې پيسې يې پکې واچولې او بيا يې مانه هم پيسې واخيستې او په هغې ډولکې کېې يې واچولې چې چرته مانه ورکې نه شي ، ډولکه يې بيا په خاورو کې پټه کړه، خاورې يې پرې هوارې کړې ، بيا يې جيب نه دوه سګرټ راووستل ، دواړه يې ولګول يوې په خپلو شونډو کې ونيولو او بل يې ما ته راکړو ما خو اول انکار او کړو خو بيا مې د هغه په وينا واخستو ، چې کش مې ولګولو نو سر يې راباندې و څرخولو ، چې ما غور ځولو نو ګټو بيا منع کړم او سيګرټ يې راباندې ختم کړو، سر خو راباندې وګرځېدو خو د سيګرټ نشې زه د کيف او سرور يوې نوې دنيا سره متعارف کړم.
اوس به ما او ګټو ټوله ورځ په ښار کې خير ټولولو او د شپې به هم دې کنډر ته راتلو ، مونږ به يوځاى سيګرټ څښل ، يوه شپه ګټو سيګرټ سره څه عجيبه چل او کړو، اول يې ټول تش کړو، په تماکو کې يې څه مساله ګډه کړه، په تلي کې يې وسولوله او بيا يې ترې نه سګريټ ډک کړو، اول يې څو کشونه په خپله ولګول او بيا يې ماله راکړو ، ما چې د سيګرټ لوګي نه خپل پړپوس ډک کړو او بيا مې د خولې او پوزې نه لوخړې وويستې نو ما داسې محسوسه کړه لکه چې لوخړې زما سره وتې وي ، او زما دمازغو نه يې د مودو خيرى سوزولى وي، زه د مستۍ يو نوي کيفيت سره آشنا شوم، ما په خمارو سترګو ګټو ته وکتل، ګټو موسکى شو او ماته رانزدې شو، هغه ماسره داسې خبرې شروع کړې چې که زه د هغه د خبرو په معنا نه رسېدم خو په مدعا يې پوهېدم، ماته ګټو داسې وښکارېدو لکه چې د هغه په مخ غټ ، غټ برېتونه زرغونېږي، ګټو چې څومره ماته رانزدې کېدو د هغه په شونډو برېتونه غټېدل ، اوبيا ما داسې محسوسه کړه لکه چې د هغه خوله او زنه په برېتونو کې پټ شوي وي ، د هغه د سترګو ، وروځو او بڼو نه هم برېتونه جوړوي ، او (( ګټو )) ګټونه وي ، د لارۍ برېتو ډرېور وي ، د ګټو او برېتو مخونه په خپلو کې ګډوډ شوي وو، ما سترګې پټې کړې خو، زما په ذهن کې د ګټو او برېتو تصويرونه اوړېدل راوړېدل .... کله ګټو ...... کله برېتو ..... کله برېتو ، کله ګټو .........ګټو برېتو ..... برېتو ګټو .... او بيا زما د ذهن نه د ګټو او برېتو دواړو خوف ورک شو ...... او اوس به ګټو د ورځې ګټو وو..... او د شپې برېتو .... زه نه (( ګټو )) نه وېرېدم اونه (( برېتو )) نه ، دورځې به مو خير ټولولو او د شپې به کنډر ته راغلو ، اوس زه او ګټو دوه وو او لمڅى يو.... ګټو برېتو وو او برېتو ګټو...... خوزه لا تر اوسه نه ووم خبر چې زه څوک يم .
وايي چې د جمعې ورځ بختوره وي ، نور چا دپاره به وي اوکه نه خو د خير مارو له پاره خو ډېره بختوره وي ، د جمعې په ورځ خير مار د وخت نه ډېر مخکې د جوماتونو درواې ونيسي او چې کله مومنان د خپل ايمان نه د هفتې ګړدونه وڅنډي او د تازه ايمان او رڼو مخونو سره د لمانځه نه پس د جومات نه راوځي نو خير مار پرې ورمات شي چې د هغوى ايمان په کسوټۍ وتلى او نورې هم کره کړي ، هم دغسې زه يوه جمعه د ښار ديو جامعه مسجد په دروازه کې ناست وم، مولوي صيب غاړه تازه کړې وه او په وعظ لګياو ، ډېر په جوش کې يوو. که چاڅه اورېدل او کنه خو ده خپله غاړه خلاصوله ، زه خويې په وعظ نه پوهېدم خو بار بار به يې انسان د خداى خليفه دى ، زه فکر واخستم چې آيا زه هم انسان يم او کنه.... او که چرې انسان يم نو .... آيازه هم خليفه يم ..... دخداى خليفه ..... خليفه ..... دخليفه ټکى مې داسې په مازغوکې ونښتو چې لکه د ګړۍ د ټک ټک په شان پکې د .... خليفه .... خليفه ... ګردان شروع شو، خداى خبر چې څه وخت خلق د جومات نه لاړل ... کله خير مار خواره واره شول .... ماله چا څه راهم کړل او کنه ، هله په خود شوم چې د پوليس يو سپاهي شړک راکړ او تپوس يې رانه اوکړو.
(( هلکه څوک يې او څه کوې ))؟؟
(( خليفه )) زما دخولې نه بې اختياره ووتل .
(( پاڅه د خليفه بچيه ، په مينځ سړک دې پښې غزولي دي )).
اوماچې خيال اوکړو نو زه واقعي په مينځ سړک ناست ووم، خو ماته دانوم ښه ولګېدو او ما په خپل ځان د (( خليفه )) نوم کېښوو ، او تر ننه په خليفه يادېږم
يوه ورځ چې زه فروس سينما ته مخامخ سړک نه پورې کېدم، د سړک په مينځ کې وم چې چغ ، غ ، غ ، غ يو موټر برېکونه ولګول او چې ماسترګې غړولې نو يو ځل بيا په هسپتال کې پروت ووم ، اوچې کله يو ځل بيا د هسپتال نه راووتم نو د بلې پښې نه هم محرومه ووم، چې هسپتال نه جين شوم نو د هسپتال نوکرانو د هسپتال دروازې پورې راورسولم، هلته نه په څکېدو ، څکېدو د ګېټ خواکې دېوال ته ډډه شوم، تر اوسه مې اندر شېر ته مخامخ دغه ځاى پوخ نيولى دى ، چې هسپتال ته خلق په خپلو مريضانو پسې راځي ، زړونه يې نرم وي ، په ماهم ترس وخوري .... څ،ک روپۍ راکړي ، څوک دوې ... اوکله څوک زياتې هم... اوبيا زه په پيسو څه کوم، روټۍ راته دواړه وخته مخامخ دحاجي صيب هوټل نه راځي ، دا زړه بړستن ګورۍ ، دا هم حاجي صيب راکړې ده، او کله کله زاړې ګوډې جامې هم راکوي ، زه بس دلته د هسپتال په دروازه پوخ پروت يم او د مرګ په انتظار يم ، عمر مې وخوړو خو مرګ نه راځي ، او نه پوهېږم چې ولې ؟ ، زما نوم خليفه دى ، او که زه خداى خپل خليفه پيدا کړى يم نو بس دى خدايه ! خلافت ډېر وشو، آخر دانور بندګان دې هم حق لري ، زه خو لاتر اوسه دخپل ژوند په مقصد پوى نه شوم چې زه خداى څه لپاره پيدا کړى يم.
خو نن چې ماله د حاجي صيب د هوټل نو کر په ترکارۍ غوړه روټۍ راوړه نو خواکې ناست جانى (( چې د هسپتال ګيټ سره جوخت د سړک د غاړې غمي او ګوتې خرڅوي ) اول مير کاکا ته ( چې هم دلته زړې څپلۍ ګنډي ) ووې .
(( يره اول مير کاکا ! حاجي صيب ډېر ښه سړى دى ، د خداى د نېکو دى چې ددې خوار مسکين دومره خيال ساتي ، ګمان مې دى چې نېغ به جنت ته ځي )).
او زه ايله د خپل ژوند په مقصد پوى شوم.
(( لا خو به زه ډېر حاجيان صاحبان جنت ته بيايم ))
ما داسې محسوسه کړه لکه چې زه د جنت د (( بس )) کلېنډر يم ، خلق ماته پيسې راکوي او زه ورله د جنت ټکټ ورکوم، او بيا زه په چيغو شوم.
(( ځئ چې ځو جنت ته ايماندارو ځئ چې ځو جنت ته )) .