په افغانستان کې د اوسني نظام یوه ستره لاسته راوړنه د بیان آزادي ګڼل کیږي. لاکن لیدل کیږي چې د هغو شعارونو او دعوو په اساس چې دغه نظام رامینځته شوی او اوسنۍ حکومت او نړیواله ټولنه یې لاسته راونه بولي، ورځ تر بلې د همدې حکومت او بهرنیانو له لوري تر پښو لاندې کیږي. همدا لامل ده چې ورځ تر بلې د حکومت د واک ساحه محدودیږي، د ولس او حکومت ترمینځ فاصله زیاتیږي او ولس پر حکومت باور له لاسه ورکوي.
د بیان آزادي د دیموکراسۍ اساس ګڼل کیږي چې لدې پرته دیموکراسي نیمګړې او بې معنی ده. همدا د بیان آزادي ده چې ډیرۍ وخت د مشکلاتو د حل لپاره نوي فکرونه او لارې چارې راوړاندې کوي. د عامه پوهاوي، د نوی فکرونو په وده، د حقایقو په راسپړلو او د حکومت او ولس ترمینځ د فاصلو په راکمولو کې رغنده رول لوبوي. د بیان آزادۍ حکومتونه مجبوروي ترڅو ملت ته جواب ده واوسي، مثبت اصلاحات راولي او د چارواکو تر غوږونو د ولس درد او مشکلات ورسوي.
متأسفانه دلته همیشه شعارونه، قوانین او اصول د خپلو ګټو د لاسته راوړلو لپاره استعمال شوی دي. په افغانستان کې چې هر نظام راغلی له شدت څخه یې کار اخیستی ده. د سالم انتقاد مخه یې نیولې او ددې پر ځای چې خپلو اشتباهاتو ته متوجه شي، نور یې هم په هغه برخه کې افراط او ظلم ته زور ورکړی. بدبختانه اوسنۍ نظام هم په همدې مسیر روان دی. حقایق هیڅ کله نشي پټیدی او نه هم خپل مسیر تغیرولی شي بلکې حکومتونو ته پکار دي چې حقایق ومني او د حل لارې یې وسنجوي.
په کوم ځای کې چې چارواکي ولس ته د صحیح او مؤثقو معلوماتو له ورکولو ډډه کوي، ولس ته دروغ وايي او پخپل ځان د انتقاد مخه نیسي، هلته هیڅ دیموکراسي وجود نه لري. همدارنګه په کوم هیواد کې چې د بیان آزادي ځپل کیږي، زورواکي اوظلم حاکم وي، هلته ولس مجبوریږي چې قیام وکړي او خپل حقوق په زور ترلاسه کړي. د بیان آزادي لږ تر لږه کولی شي چې یو انسان د خپل درد، مشکلاتو او حقایقو په ویلو سره احساسات را کم کړي او دا فکر قوي کړي چې قلم هم تغیر راوستلی شي او خبرې او استدلال هم د حل یوه لاره ده.
د ښاغلي مطمئن نیول په حقیقت کې د بیان د آزادۍ د مخنیوی یوه هڅه او د نړیوالو قوانیو ښکاره سرغړونه ده. که چیرې د نوموړي نظرات او استدلال په حقایقو ولاړ وي نو باید د نظر درناوی یې وشي او که چیرې غلط وي نو د زور په ځای یې په استدلال او منطق سره ځواب وویل شي.
د مطمئن نیول د حکومت تر اخري حده بې وسي او کمزورتیا ښيي. هغه کسان چې په زرګونو انسانان یې وژلي، جنګي او بشري جنایتونه یې ترسره کړي، لوی لوی اختلاسونه کوي، په اداري فساد کې ښکیل دي، اوسنۍ نظام تهدیدوي، قانون یې تر پښو لاندې کړی، هغوی په آزاده ګرځي او د کوم خوف پرته خپلې شومې برنامې عملي کوي. لاکن کله چې د ولس له مینځ څخه یو د قلم او نظر خاوند حقایق وايي، هغه نه یوازې تهدیږي بلکې په رڼا ورځ توقیف کیږي. دغه حالت دا فکر قوي کوي چې په هیواد کې خپل حقوق یوازې د زور په ذریعه ترلاسه کیدی شي او بس. دا پخپله تشدد ته لمن وهل دي.
د بیان د آزادي په خلاف روان وضعیت د افغانانو ترمینځ ډیرې پوښتنې راپیدا کړی. دوی پوښتنه کوي چې آیا د ولس د غږ په ځپلو سره سوله راتلای شي؟
آیا د بیان آزادي همدا ده چې د حکومت د هرې ناروا کړنې هرکلی وشي؟
آیا انتقاد کول جرم دی؟
آیا د نه انتقاد په صورت کې به امنیت تأمین شي؟ او داسې نور .......
دا هغه پوښتنې دي چې باید حکومت او چارواکي یې ځواب کړي. که چیرې حکومت په ریښتنې توګه غواړي چې په هیواد کې سوله راشي او حالات د خپل ځان په ګټه تغیر کړي نو باید حقایق ومني، د انتقاد په مقابل کې زغم پیدا کړي او د استدلال او منطق پر بنیاد فیصلې وکړي. له خپلو شخصي ګټو تیر شي او د هر هغه چا ملاتړ وکړي چې د سولې لپاره کار کوي او هدف یې په هیواد کې ریښتنې سوله وي.
نړیوالې ټولنې ته هم پکار ده چې پدې هکله په حکومت فشار وارد کړي او له دغه اصل څخه ساتنه وکړي. ښاغلی مطمئن او داسې نور کسان چې په هیواد کې د سولې او سوکالۍ لپاره علمي او فکري مبارزه کوي ژر تر ژره خوشې کړي او د زور او د قوت د استعمال پر ځای د استدلال او منطق کلتور ته وده وکړي.