يا پاڼه ستا دمخ ده او يا پاڼه دقران
همدغه ښه تفسير دى ددې ځمکې اواسمان
زمونږه دوران کلي دفقير زړه کې ترې ډير شته
داڅه چې درته ښکاري په ټټر دکهکشان
يوه ده تجلا خو رنګارنګه ايينې
رقيب ځکه بدرنګ شولو ښايسته ځکه جانان
دا خړ خړ غرونه ګورې لکه طور خدای ته نزدې
زمونږ دبوډۍ ټال نيسي له حورونه ګريوان
مرغان په زمزمو سيند په څپوڅاڅکې په شرنګ
ديوملا خو نه دى شته په هر تال کې اذان
انسان له خدايه ورک شو چې د)کن فيکون(شور دى
افغانه زر راوځه نور ورانيږي زوړ جهان
بربنډه شوه ښکلا په مخه ښه شه دشاعر
ناګار ملامت نه دی چې ويريږي په ايمان