سپور په نيلي يم روانېږم ، بيا ارمان ونه كړې
سترګې را واړوه ستنېږم ، بيا ارمان ونه كړې
زه له توپانه زېږېدلى، د موجونو غر يم
په رپ د سترګو كې ورانېږم ، بيا ارمان ونه كړې
اوس لا راغاړې وزه پلنګ د ګلاب زما و ستا دى
لكه شبنم درنه وركېږم، بيا ارمان ونه كړې
يم د اوبو د مخ هنداره، وربل ژر سموه
په يوه پوه سره ورانېږم، بيا ارمان ونه كړې
په بېړه ونڅېږه ښكليه! مهال پاتې نه دى
د مجلس شمعه يم ويلېږم، بيا ارمان ونه كړې
دا تورې څڼې دې په مستو څاڅكو ولمبوه
د سپرلي اېښمه يم، تېرېږم، بيا ارمان ونه كړې
يوه شېبه مې پر زنګون باندې سر وزنګوه
يو سيلانى يم روانېږم، بيا ارمان ونه كړې
ژوند دخوبونو سلسله ده، په باور خو نه دى
لكه ويده هسې ويښېږم، بيا ارمان ونه كړې
قلم راواخله يو انځور مې پر كاغذ وليكه
”خيال" د شاعر يم ترې هېرېږم ،بيا ارمان ونه كړې .