ماپه سينه کې لټوه زړه مې پېدا نکړو
زخمي ځيګر راته ويلې چې جانان وړى
چاته له مينې مينه ډېره رسي نه يې کوي
چابېا ترقبره پورې دغسې ارمان وړى
دپښتنودستور دى يوساعت خندا لپاره
شرط کې يې هروختې انسان نه بل انسان وړى
که مې اخر ځلې جرګه ومني ورغلمه
داځل مې لوندګرېوان اوسترګو کې باران وړى
غشي يې ټول پرون له ورورسره جګړې تمام کړل
ددښمن جنګ ته يې نن بې غشوکمان وړى