د محبت په رنځ بيمار يم لږ مې خيال وساته
وګوره!څومره خوار و زار يم لږ مې خيال وساته
 آه او فرياد لره مې غوږ كېږده د خداى لپاره
سوى د هجر په انګار يم لږ مې خيال وساته
 چې قرباني يې كړلو سر د ازادۍ په خاطر
زه د هغه شهيد مزار يم لږ مې خيال وساته
پلار او نيكه دې جوړولم ته مې ولې ولې ؟
هغه مسجد هغه منار يم لږ مې خيال وساته
دوزخ خو نه يم چې تا دومره ګناهګار راوستل
زه د كابل جنتي ښار يم لږ مې خيال وساته
 له تندې مرمه ساقي جار دې شم جامونه راكړه
هنر له وخته انتظار يم لږ مې خيال وساته