د یوه معلم له نظره - شپږمه برخه / عبدالله وردک - انګلستان - آګست - ۲۰۱۷

ګرانو او محترمو لوستونکو اسلام علیکم و رحمته الله و برکاته!
ډېرخوشحاله یم چه الحمدالله یوځل بیا دستاسې په خدمت کې حاضرېږم.

پلرو اومیندو ته ځنې مشورې:
د قدرمنو پلرو او میندو څخه په ډېره درناوۍ هیله کوم چه دغه لیکنه په ښه دقت او غور سره ولولی، ځانونه ښه پرې پوه کړی، او ښه فکر پکې وکړی. که چېرې دغه لیکنه د دوی په نظر ګټوره وی، نو د هغه په تطبیق کې بایدعملی ګامونه واخلی.
هېره د نه وی چه زما ټول عمر په شاګردۍ او معلمۍ کې تېر شوی او تېرېږی. زه غواړم چه ګرانو پلرو او میندو ته ځنې ټکي په لاندې ډول سره وړاندې کړم :
۱- تر ټولو لومړی غواړم چه دغه خبره د لمر په شان واضح کړم چه دغه لاندې ټکي د اسلام په رڼا کې وړاندې کېږی، یعنې د خپلو اولادونو اسلام تر هر څه نه باید مونږ اوتاسې ته مهم وی، او دغه ټکي هم ددې په خاطر وړاندې کېږی چه د مونږ او ستاسې له اولادو څخه د اسلام په رڼا کې ښه انسانان جوړشی. موږه او تاسې به د دوی په تعلیم او تربیه کې خپل کوښښ کوو، او نور به دوی په الله(ج) سپارو.
۲- پلار او مور باید هر وخت د خپل اولاد دپاره دزړه له کومی دعا وکړی، چه الله(ج) د دوی د ژوند هره لحظه په اسلامی شرایطو برابره کړی.
۳- پلار او مور باید اول خپل مسٔولیتونه د اولاد په حیصه کې ښه وپېژنىي او بیایې په ښه توګه عملی کړی. اولاد لرل یو ستر الهي نعمت دی او ددغه نعمت په قدر هغه خلک پوهېږی چه اولاد نلری. پلار او مور که خپل اولاد ښه تربیه کړ، نو هغه به د دوی د سترګو تور، د ژوند امید او د آخرت نېکه توښه وی، اوکه خدای ناخواسته د چا اولاد خراب شو، نو هغه د پلار او مور د پاره ستر غضب جوړېدای شی.
۴- پلار او مور باید هغه حقونه چه الله(ج) د دوی اولادونو ته تعین کړی، هغه په ښه طریقه ادأ کړی.
۵- پلرونه او میندې باید د خپلو اولادونو په مخ کې یو او بل ته بدې خبرې او جنجال ونکړی. پلار او مور باید خپل مشکلات د اولادونو په غیاب کې حل او فصل کړی او باید دواړه هروخت ښه په اتفاق وی.
۶- پلار او مور باید هیڅ وخت د اولاد په حیصه کې ټنبلی ونکړی او داولادو آینده تر خپلې آیندې مهمه وګڼی.
۷- پلرونه او میندې باید دواړه په یوه مکمل اتفاق او اتحاد سره د اولادو په تعلیم او تربیه کې برخه واخلی. که پلار خپل اولاد ته په کوم کار په قهرشی، نو مور هم باید د پلار طرف ونیسی، تر څو اولاد وپوهېږی چه پلار او مور یې دواړه دغه کار نه غواړی، ځکه چه اولادونه د پلار او مور د بې اتفاقۍ څخه ډېره بده ګټه پورته کوی. البته دغه خبره باید واضح شی چه پلار او مور باید په ناحقه او ناڅیزه شیانو خپلو اولادو ته په قهر نشي.
۸- د امکان په صورت کې به دغه ډېره ښه وی چه اولادونه په خپل لاس مکتب ته بوزی او بېرته یې کورته راولی، او په لاره ښه مجلس ورسره وکړی. اولادونه چه کمکي وی، ډېر شیرین مجلس او خوږې خبرې کوی، او چه کله لږ شانته لوی شول، نو بیا هغه خوږې خبرې نکوی. پلار او مور باید له دغه وخت څخه ډېره ګټه واخلی او ښه د زړه ارماند د دوی په مچی کولو او غېږ نیولو پوره کړی.
۹- پلار او مور کوښښ وکړی چه خپل کوچني اولادونه د سودا د رانیولو د پاره دوکان ته ونه لېږی، ځکه هغه حتمی یوه اندازه روپۍ د خپل ځان د پاره پکې وهی او که بله چاره نوی، نو بیا حتمی له دوی سره د سودا د رانیولو په برخه کې ښه دقیق حساب وشی.
۱۰- خپلو اولادونو ته حتی په جوماتونو کې هم زیاته توجه وشی. ځنې ماشومان چه کله یې پلرونه په اول صف کې په لمانځه ولاړوی، دوی د صفونو په آخر کې خپله مستی کوی او یو له بله سره خبرې کوی.
۱۱- که کوم نیک او خیرخواه سړی د ستاسو د اولادو د اصلاح په برخه کې څه ښه خبره درته وکړه، هغه خبره په خلاصه ټنډه ومنه، او هغه په ځان بده مه لګوه. ځنې پلرونه او میندې چه څوک ورته د دوی د اولاد د اصلاح په باره کې څه ووایی، په هغه ښه نه لګېږی، او همدغه ډېره غټه اشتباه ده چه باید هوښیار پلرونه او میندې هغه ونکړی.
۱۲ - ځنې اولادونه ځنو پلرونو او میندو ته ډېره په آسانۍ سره بازي ورکوی او هغوی ته د مکتب د درسونو په برخه کې حقیقت نه وایی. پلرونه او میندې باید د خپلو اولادو د مکتب څخه پوښتنه وکړی او هم په هغه ټولو مجلسونو کې چه د مکتب له خواه د پلرو او میندو د پاره ترتیب شوی وی، فعاله برخه واخلی، او د خپل اولاد په برخه کې مکمل معلومات لاسته راوړی.
۱۳- کوښښ وکړی چه اولادونه مو په خپل ټاکلی وخت مکتب ته تګ او راتګ وکړی. که کوم وخت ستاسې اولادونه کورته ناوخته راشی، نو له هغوی څخه باید پوښتنه وشی او معلومه شی چه په څه خاطر هغه ناوخته کورته راغی.
۱۴- د خپلو اولادو د ملګرو په برخه کې ډېره توجه وکړی. ښه ملګری، ښه اثر، او بد ملګری، بد اثر لری.
۱۵- اولادونو ته تر خپل توانه ښې جامې واخلی او د اولاد په پاکۍ کې ډېره توجه وکړی. خپلو اولادو ته په معینه اندازه روزمره جیب خرڅ ورکړی، ترڅو دوی خپلو همزولو ته کم رانشی.
۱۶- خپلو اولادو ته حتمی او ضروری په دواړو اخترونو کې نوی جامې واخلۍ او هم دوی ته د اختر مبارکی (نغدې روپۍ) ورکړی، تر څو دوی هم د اختر په مفهوم پوه شی.
۱۷- اولادو ته په کلکه نصیحت وکړی چه د مېلمستیاپه وخت کې د بل چا په کور کې غالمغال او شوخی ونکړی. ځنې پلرونه او میندې خپلو اولادو ته د بل چا په کور کې هیڅ نه وایی چه شوخی مه کوی او دغه ښه کار ندی.
۱۸- خپلو اولادوته دا اطمنان ورکړی چه د ستاسې په مشوره او د دوی په خوښه به دوی ته ودونه کېږی، یعنې تاسې به ښه ځای ورته پیداکوی او آخری فیصله باید د دوی وی.
۱۹- خپلو اولادو ته خپل منل شوی ملګری ور په ګوته کړی او هغه ښه ور وپېژنی، که نه، هغه به بیا د ستاسې په هر یوه ملګری اعتبار کوی، چه دغه کله کله ډېر خطرناک واقع کېدای شی. د مثال په توګه یو د ستا ملګری له تاسره کورته ولاړشي او هغه د ستا خوښ نه وی او هغه تا له شرمه کورته درسره بیولی وی، نو که هغه بیا خپل اولاد ته ښه معرفی نکړې، نو د ستا اولاد شاید په آینده کې د ستا په غیاب کې په هغه اعتبار وکړی چه دغه سړی خو زما د پلار سره زموږه کورته راغلی و او حتمی به ښه سړی وی.
۲۰- د اولادونو په منځ کې فرق مه کوی، ځکه چه فرق کول دوی ډېرځوروی او یو د بل په مقابل کې کینه او عقدې پیداکوی. هیڅکله د لور او ځوی فرق ونکړې.
۲۱- د اولادو هر نیک کار ته په ښه درنه سترګه ګوری، هغه په ښه توګه تشویق کړی او هغه په مالی ډالیو ونازوی. د هغه استعدادو ته ښه توجه اواحترام وکړی او دهغه د استعداد سره سم له دوی څخه مثبت کار واخلی.
۲۲- خپل اولادونه د بل چا په مخکې مه خجالت کوی. هغوی ته په پټه او یوازېنی صورت کې نصیحت وکړی او هغه د ښو کارونو کولو ته تشویق کړی.
۲۳- پلرونه او میندې باید خپلو اولادو ته خپل خپلوان او د دوی حقوق ټول ور وپېژنی، دوی ته لارښوونه وشی چه نور خپلوان هم حق لری.
۲۴- پلرونه او میندې خپل اولادونه وهڅوی چه د خپل خسر او خواشیې احترام وکړی او دغه احترام باید د دواړو طرفو څخه مراعات شی.
۲۵- پلرونه او میندې باید د خپلو اولادو هوساینه تر خپلې هوساینې ښه وګڼی او خپله خوښحالی د خپل اولاد په خوشحالۍ کې د اسلام په رڼا کې ولټوی.
۲۶- پلرونه او میندې باید خپل اولادونه د سهار لمانځه ته پاڅوی، البته دغه دا معنی نلری چه دوی د نور لمنځونه نکوی. دلته دسهار لمونځ لدې کبله یاد شو چه د هغه لپاره له خوبه پاڅېدل لږ شانته ګران وی.
۲۷- پلرونه او میندې باید د ډېر وخت لپاره خپل اولادونه د تلویزیون د لیدلو د پاره پرې نږدی، او دځنو خلکو اولادونه بې اندازې زیات تلویزیون ګوری، چه هغه ډېر تاوان ورته کوی.
۲۸- پلرونه او میندې باید د خپلو اولادونو د وړاندې د خپلو خپلوانو بد ونه وایی، ځکه چه پدې کار د دوی د خپلوانو قدر د دوی د اولادونو په نزد بالکل کمېږی.
۲۹- پلرونه او میندې باید ډېر احتیاط وکړی چه خپل اولادونه په دروغ ویلو آموخته نکړی. دروغ ویل د ټولو بدو کارو سرچینه ده. که چېرې خدای ناخواسته په یوه کورنۍ کې دروغ ویل شروع شول، نو د هغه کورنۍ غړی که خپل ځانونه اصلاح نکړی، نو هغه کورنۍ د بربادی په لوری په حرکت کې ده. د مثال په توګه: که د چا زوی کورته ناوخته راشی او هغه دپلار د پوښتنې په ځواب کې داسې ووایی چه د ماخستن د لمانځه لپاره په جومات کې منتظر وم، او حال داچه دی په کوم بد کار پسې تللی وی. نو ډېر احتیاط وکړو چه اولادونو ته پخپله دروغ ورزده نکړو. د مثال په توګه: په ځنو وختونو کې پلار په کور کې ناست وی او خپلو اولادونو ته وایی چه ”که چا زماپوښتنه وکړه ورته ووایی چه زه په کور کې نښته یم“. دغه شانته کارونه دوی ورو ورو له دروغو سره آموخته کوی. بل مثال یې دادی چه ځنې پلرونه او میندې د خپلو اولادونو سره د دروغو وعدې کوی او بیا هغه نه عملی کوی.
۳۰- پلرونه او میندې خپلو اولادونو ته باید ډېراحترام ولری، د دوی خبروته ښه غوږ ونیسی او دوی ته دغه روحیه ورکړی چه دوی د هغوی په ژوند کې ډېر مهم دی. پلرونه او میندې د اولادونو د شخصیت په جوړولو کې باید فعاله ونډه واخلی.

د پام وړ ټکي:
الف: پلرونه او میندې باید شپه او ورځ د خپلو اولادو په غم کې وی او د دوی د تعلیم او تربیې په برخه کې هیڅکله بې غوری ونکړی. پلرونه او میندې باید پوه شی چه همدغه اولادونه به دوی ته بیا د زړه له کومی دعاګانې یا ښېرې کوی، نو باید چه پلرونه او میندې د دوی ډېر غم وخوری. اولادونه زموږه او ستاسې د دغه دنیا او د آخرت سرمایه ده، نو د هغه په حیصه کې بې اندازې زیاته پاملرنه وشی.
ب - پلرونه او میندې باید پوه شی چه د دوی اولادونه د دوی اعمالوته ښه په ځیر سره ګوری او له دوی څخه ښه او بد زده کوی. که پلرونه او میندې نیک کارونه کوی، نو انشأالله د دوی اولادونه به هم ښه او نیک کارونه وکړی. یو متل دی: ”مال چه څښتن ته ورته نه وی، هغه حرام دی“. موږه د پلرونو او میندو په حیث دا مسٔولیت لرو چه خپلو اولادو ته له حلالو خوراک او پوښاک برابر کړو او په دوی باندې حرام ونه خورو. پلرونه او میندې خپل اولادونه د حرامو کارونو کولو ته مجبور نکړی. پلرونه او میندې باید د خپل اولاد څخه پوښتنه وکړی چه هغه دغه پیسې په څه ډول پیداکړیدی، آیا کوم لمونځ خو به یې نه وی پسې قضأ کړی. پلرونه او میندې باید د اولادو آخرت تر خپل آخرت کم ونه ګڼی، او کوښښ وکړی چه د خپلو اولادو دین او دنیا د الله(ج) په فضل او کومک سره سمه کړی. پلرونه او میندې باید پوه شی چه د دوی اولادونو دغه روپۍ په ډېره سختۍ پیداکړی او دوی د هغو سره لازم احتیاط وکړی او هغه لکه خاورې داسې بېځایه مصرف نکړی.
ج - ځنو پلرونو او میندو ته خو سړی بالکل حیران پاته شی چه واړه اولادونه یوازې بهر ملکونو ته لېږی. زه د دوی له زړه څخه ډېر ښه خبر یم چه دوی دخپلو اولادونو د پاره د امن او تعلیم ځای لټوی، او دوی حق په جانبه هم دی، اما دوی باید په دغه هم ښه پوه شی چه دغه کار د دوی داولادو آخرت ته ډېرتاوان رسولای شی.
د- پلرونه او میندې په هیڅ صورت کې اولادونه له خپل کوره و نه شړی او همېشه د الله(ج) دربار ته د دوی د هدایت دعاګانې وکړی. الله(ج) ډېر مهربانه ذات دی او امکان لری چه بد حالت په ښه حالت بدل شی، او دالله(ج) په خاطر له حوصلې څخه کار واخستل شی، او په عین وخت کې له ډېر احتیاط او تدبر څخه کار واخستل شی چه نور اولادونه ترې زده نکړی او دپلار او مور د نرمې رویې څخه ناوړه ګټه پورته نشی.
په پای کې زه خپل ګران موراوپلارته د زړه له کومی دعا کوم چه الله(ج) د هغوی ته په آخرت کې ډېرډېراجرونه ورکړی (آمین). وسلام. په ډیره عاجزی او درناوی.

الله(ج) د په افغانستان اوپه ټوله نړۍ کې هغه صلحه راولي چه الله(ج) ته قبوله اومنظوره وی۰آمين۰
تربلې ليکنې د الله(ج) په امان۰ زما اړيکه : abdullahwardak53@gmail.com