د ورېښمو لار هغه سوداګریزه لاره ده چې سویلي آسیا له منځنۍ او لویدځې آسیا او همداراز له اروپا او افریقا سره نښلوي. دا لاره تر ۱۵ میلادي پیړۍ پورې کابو ۱۷ سوه کاله د سوداګرۍ لپاره د نړۍ ترټولو مهمو او ارښتناکه لارو څخه شمیرل کیدله.
افغانستان د چین له مهمو او با ارزښته ګاونډیانو څخه شمیرل کیږي، ځکه په خپل طلایې جغرافیایې موقعیت سره د آسیا زړه په نامه یادیږي او پخوا زمانه کې د سویل ختیځې او لویدیځې آسیا په نښلولو کې ځانګړی اهمیت درلود.
د رسنیزو راپورونو پربنسټ اوس مهال چین د ورېښمو لارې جوړیدو په موخه ۴۰ میلیارده ډالر ځانګړي کړي دي او لدې رغونې سره به دواړه هېوادونه افغانستان او چین د پرمختګ او اقتصادې ودې په ګدۍ کښیني.
ټولې اقتصادي راکړې او ورکړې په دوو اصلونو ولاړې دي، سیمه ایزه همکاري او د هېوادونو ترمنځ د اړیکو پراختیا، چې د وريښمو لار په رغیدو سره به دا دواړه اصلونه خپل ځای ځای ګې پیدا کړي او د پرمختګ لپاره به لارې چارې برابرې شي.
دمګړۍ یوځل بیا نړیوال په دې ارزښت پوهیدلي او هوډ یې کړی چې په افغانستان کې د سولې او ثبات په ټینګیدو سره افغانستان د نړۍ د وصل په توګه وکاروي.
که چیرې افغانستان خپل ترانزیتي ځای ته ورسیږي او د نړۍ د سوداګریز پله په توګه ترې ګټه واخیستل شي، ښایې ډیر ژر تلپاتې سولې او ثبات ته لاره ومومي.
د چین او افغانستان ولسمشرانو هم اعلان کړی دی، چې د ورېښمو لارې جوړیدل به د سیمې هېوادونه له نړیوالو سوداګریزو مرکزونو سره وصل او د پرمختګ، ترقۍ لپاره به لاره هواره کړي.
د ورېښمو سوداګریزه لاره د چین د جیانګسو ولایت د هایمن شار د قزاقستان او ازبکستان له لارې د هېواد حیرتانو او هلته له ریل پټلۍ سره نښلوي، چې د سوداګرۍ لپاره خورا اسانه او کم لګښته لار ګڼل کیږي.
د ورېښمو لار رغونه به افغانستان له سیمې سره نږدې کړي او د صادراتو او وارداتو پرزیاتیدو به هم مثبت اغیز وکړي او د دې ترڅنګ به د نړیوالو هېوادونو ترڅنګ د افغانستان ګاونډي هېوادونه وهڅوي، چې د ترهګرو د رالیږلو پرځای د افغانستان له سوداګریز موقعیت څخه ګټه پورته کړي او خپل تولیدونکي توکې ټولې نړۍ ته صادر کړي.
که څه هم د ورېښمو لار د افغانستان لپاره اقتصادي او ترانزیتي ګټې لري، خو د دې ترڅنګ چین هم د آسیایې هېوادونو ترڅنګ له اروپا او افریقا سره نښلوي او په سوداګریز تګ راتګ کې به اسانتیاوې رامنځته کړي.
ویل کیږي د وريښمو لار د افغانستان او چین له سختو غرنیزو سیمو څخه تیریږي او واخان غرنۍ سیمه د افغانستان له نورو سیمو سره نښلوي، خو د تکنالوژي په پرمختګ سره کیدلي شي په ځینو سیمو کې له تونلونو څخه ګټه پورته شي او په عصري وسایلو په کمه موده کې دا پروژه بشپړه شي.
چین په دې اند دی چې د ورېښمو لارې بیاځلي جوړیدا به په اقتصادي او سیاسي برخه کې خپل مثبت اغیز وشیندي او له افغانستان څخه تیریدل به یې د بیکارۍ په له منځه وړلو کې مثبت اغیز وکړي.
افغانستان کولی شي لدې لارې ټولې نړۍ ته صادرات او واردات ولري، ځکه اوس مهال ډیرۍ واردات او صادرات یوازې د هوا له لارې دي، چې ډیر ګران پریوځي او ولسونه یې د ګټې اخیستنې لپاره په چټګۍ نه درومي.
که چیرې چین د سیمې له هېوادونو سره وصل کیږي، د چین په شمول به د دغو هېوادونو کې اقتصادي مثبت بدلون رامنځته شي، ځکه د آسیایې هېوادونو تر ټولو ستر سوداګریز شریک چین دی او په کابل کې د چین د سفارت د راپور له مخې دغه هېواد په یوه کال کې نړیوالو هېوادونو سره ۴ سوه میلیاردو ډالرو په ارزښت اقتصادي راکړې او ورکړې لري.
په تیرو وختونو کې د ورېښمو لار د افغانستان لپاره د عاید وړ سوداګریزه کرښه شمیرل کیدله، خو له ۱۵ میلادي پېړۍ را په دې خوا د سوداګرۍ پرمخ تړلې ده او ډیرۍ افغانان اوس مهال د دې لارې پرانیستنه د افغانستان د روانې کشالې حل لاره بولي.
که په واقعیت کې د ورېښمو لار بیرته په عصري ډول ورغول شي او د موټرو او ریل پټلئ تګ راتګ لپاره وکارول شي، له اروپا څخه به په ډیره ارزانه بیه آسیايې هېوادونو ته توکي واستول شي.
د ورېښمو لارې په جوړیدو سره به ترانسپورتي لګښتونه یو پر درې کم شي او د اروپا او آسیا ترمنځ به سوداګریزه راکړه او ورکړه اتیا سلنه وده وکړي.
افغانستان د طبیعې زیرمو له پلوه یو شتمن هېواد بلل کیږي او شاوخوا د درې تریلیون ډالرو په ارزښت ځمکنۍ زیرمې لري او د دې ترڅنګ په زړه پورې جغرافیایې موقعیت یې دا هېواد له اوسني حالت څخه ژغورلی شي.
په افغانستان کې د طبیعې زیرمو او کرنیزو توکو څخه د ښې ګټې اخیستنې لپاره باید مډرنه ترانسپورتي امکانات برابر شي، څو نړیوال هم په افغانستان کې د پانګه اچونې لپاره زړه ښه کړي او په خوندي فضا کې خپلې پانګې اچونې ته دوام ورکړي.
د ورېښمو لارې جوړیدل په منځ مهاله توګه د امریکا متحده ایالاتو په ګټه هم ده، ځکه کیدلي شي د دې لارې په جوړیدو سره د افغانستان ګاونډي هېوادونه لدغه هېواد سره خپلې دښمنۍ ته د پای ټکی کیږدي او پرځای یې د خامو توکو د صادرولو او واردولو لپاره افغانستان څخه د اقتصادي پله په توګه ګټه واخلي.
دا په داسې حال کې ده چې افغانستان یو کرنیز او ترڅنګ یې د طبیعې زیرمو لرونکی هېواد دی، چې د بهرنیو پانګه اچونکو په پانګې اچونې سره کیدلی شي، بډایه او سوداګریزو هېوادونو لپاره اومه توکي برابر کړي، دا چې ولې تردې مهاله د افغانستان له طبیعې زیرمو څخه ګټه نه ده اخیستل شوې، تر ټولو لوی لامل یې نا امني، وړتیاوو کمووالی او د سوداګریزو لارو نشتوالی دی چې د ورېښمو لارې په رغیدو سره به دا ستونزې هم هوارې شي.