د اندونیزیا د مهاجرت اداره وایي په اندونیزیا کې موجودو مهاجرینو سره هر ډول مرسته کوي، خو نشي کولای د تل لپاره یې کوربتوب وکړي.

د دغه ادارې عمومي مشر راني سامپي د دوشنبې په ورځ وویل، "مونږ ژمن یو چې د پناه غوښتونکو او کډوالو د مدیریت په برخه کې ښه والی راولو، مګر د یو توافق سره چې هغوی به د تل لپاره اندونیزیا کې نه پاتی کیږي او د شرایطو او حالاتو په جوړیدو سره به بیرته خپلو هیوادونو ته ستنیږي."

سامپي همداراز وویل، "د کډوالو بحران او د هغوی د ستونزو حلول یو ضروري کار دي خو مونږ به دغه کار د اندونیزیا ملي واکمنۍ او ملي ګټو ته په پام کې نیولو سره ترسره کوو."

اندونیزیا د ملګرو ملتونو د ۱۹۵۱م کال د کډوال د کنوانسيون غړی نه دی - د ملګرو ملتونو دغه کنوانسیون د "کډوال" اصطلاح تعریفوي چې څوک کډوال دي، د هغوی حقونه څه دي او کوربه هیوادونو یې د تحفظ او ساتلو کوم مسولیتونه لري.

تر دې دمخه ملګرو ملتونو او نړیوالو حقوقي ادارو پر اندونیزیا په وار وار نیوکې کړي چې د بې ځایه شویو او بې وزلو کډوالو د ساتلو په برخه کې سم مدیریت نه لري او هغوی ته کافي امکانات نه وړاندې کوي، ځکه د اندونیزیا مرکزي حکومت او محلي ادارې دواړه د کډوالو کوربتوب په خپلو کلنیو بودیجو یو اضافي بار ګڼي.

د مهاجرینو په برخه کې د ملګرو ملتونو د ۲۰۱۷ کال د راپور په اساس په اندونیزیا کې دا مهال یوازي څوارلس زره ناقانونه کډوال ژوند کوي، په داسې حال کې چې د قانوني کډوالو شمیره له دغې څو برابره لوړه ده.