لكه خپل نوم لویدلی ستا د خولې له بامه یمه
ځکه ناهیلی د ژوندون له هره ګامه یمه
وشې مودې د خپل زړګي دمحبت جومات کې
ددرد لمانځه کې بې جانانه بې امامه یمه
پوښتې مې څه ګرانې چې شعر څه وي شاعر څنګه شوې؟
ډیر متاثر د تورو څڼو له ماښامه یمه
ژوند لکه شین فصل ریبي خو ماتې نه قبلوي
پام کوه دنګه! زه یوڅوک له هغه قامه یمه
جلانه ! اوس مې د لاس سور دسمال ښکاره ګرځوه
اوس په همزولو کې د ستا په نوم بدنامه یمه
سیدجیلاني جلان
09.04.2012
- اريوب
غزل
څوک د اوږده عمر دوعا څوک رانه ژوند اخليد چم ګاونډ خلک ددې کيسې نه خوند اخليچرته چې سوله ده په مينه خلک نه مړيږيدلته هر څوک ډک له ګوليو قمربند اخليښکاري زما او ستا ترمنځ چا غمازي کړيدهخوب مې ليده چې څوک بنګړي ستا له مړوند اخليلکه دانه د غنم داسې په زړه چاود يمه زهخدايه چې دا پرهر به بيا کله پيوند اخليستا په قلم او ستا په ګوتو برکت شه نورهګوهره ستا له شاعرى نه خلک پند اخلينورالذين ګوهر خوست...
23.04.2012
- اريوب
تا ښکلوم له اوږدې جداۍ نه وروسته شیبه شیبه تا ښکلوم او احساسوم دې ډیر هیجاني لیک درته کښم خپل بریښنالیک ولوله ---- محاوره داسې مه وایه چې زما مینه د لاس بند یا یوه ګوتکۍ ده زما مینه یوه لویه دایره ده زما مینه د سمندر تل کې کشتواني ده داسې هم مه وایه چې زما مینه سپوږمۍ ده زما مینه د شغلو پاشلې نړۍ ده. شاعر : نزار قباني ژباړه : سيد جيلاني جلان...