تا ښکلوم

له اوږدې جداۍ نه وروسته
شیبه شیبه تا ښکلوم
او احساسوم دې
ډیر هیجاني لیک درته کښم
خپل بریښنالیک ولوله

----
محاوره

داسې مه وایه چې زما مینه
د لاس بند یا یوه ګوتکۍ ده
زما مینه یوه لویه دایره ده
زما مینه د سمندر تل کې کشتواني ده
داسې هم مه وایه چې زما مینه سپوږمۍ ده
زما مینه د شغلو پاشلې نړۍ ده.


شاعر : نزار قباني
ژباړه : سيد جيلاني جلان