غزل
څوک د اوږده عمر دوعا څوک رانه ژوند اخلي
د چم ګاونډ خلک ددې کيسې نه خوند اخلي
چرته چې سوله ده په مينه خلک نه مړيږي
دلته هر څوک ډک له ګوليو قمربند اخلي
ښکاري زما او ستا ترمنځ چا غمازي کړيده
خوب مې ليده چې څوک بنګړي ستا له مړوند اخلي
لکه دانه د غنم داسې په زړه چاود يمه زه
خدايه چې دا پرهر به بيا کله پيوند اخلي
ستا په قلم او ستا په ګوتو برکت شه نوره
ګوهره ستا له شاعرى نه خلک پند اخلي
نورالذين ګوهر خوست
09.04.2012
- اريوب
غزل :
شاعره : رحیمه پشتونجار
څه په سرو نارو شوم چې بې تا شومـهځان ته په سلګو شوم چې بې تا شومهپرخې مې بڼــو کې سرې لمبې شـولېسر په شوګیرو شوم چې بې تا شـومهورک مې کړلو ځـــــان د غم هنداره کېشمیر په لیونو شــوم چې بې تا شومهسوزی دې ارمـــــــان ګوره د زړه به کورپټه په لمبو شـــــــوم چې بې تا شومهښخــــــه کړم مرګي د بیلتون غیږه کېمخ په ورکیــــدو شوم چې بې تا شومه...
19.04.2012
- اريوب
لكه خپل نوم لویدلی ستا د خولې له بامه یمهځکه ناهیلی د ژوندون له هره ګامه یمه...