افغانستان
جام د کوثر که د شهيد پر شونډو پروت و بيا هم
د خپل وطن د ازادۍ اوبو ارمان کې به و
خدای که په دې دنيا جنت وای پيداکړی چېرته
زه په ايمان وايم چې ګران افغانستان کې به و
×××
چې د خدای سره غږېږم
راوړه سترګې دې زما سترګو کې کېږده
چې لوړ غرونه درته لوړې ايينې شي
چې د خدای سره غږېږم ته راياد شې
د ا ګوناوې دي جانانه تاپسې شي
×××
اووم براعظم
اور اور شي غوښتنې اخ چې خام نظر په خامه خوله
مينه شي د ګلو کتا بونه غېږ کې ونيسي
اوس چې شو اووم براعظم د ښکلا ځوان جانان
اوس به د سپرليو هيوادونه غېږ کې ونيسي
×××
کاڼي چې مين شي
خدايه! مستانه سترګې يې واوښتې له غرونو نه
چاته به دمينې خوږې لارې ترېنه جوړي کړي ؟
مه کوه زمونږ د ځوانو زړونو د مرګي هڅه
کاڼي چې مين شي خدای هيندارې ترېنه جوړې کړي
سيدجيلاني جلان
يادونه : دغه څلوريزې د ګلپاڼو اتڼ له کتاب څخه راخسيتل شوى دي
20.12.2010
- اريوب
غزل :
ځاردې له ځــــــــــــــوانۍ شمه بدرنګهتانه سپېلنۍ شمــــــــــــــــه بدرنګــــــــهستادزلمیتـوب شپې یې ترخې کړې مړه دې له خـــــــــــــوارۍ شمه بدرنګهته مې پـه حیاء اوپت کې ســـــــــــــــاتهزه که لیــــــــــــــــــــــــوانۍ شمه بدرنګهته داوربلــــــــــــــــــــــونو شې ګلابـــــــــهزه چې سره غوټۍ شمـــــــــــــه بدرنګهدغه شوګیرونه وي اوشمعــــــــــــه وي...
04.01.2011
- اريوب
وریږی مې غــــــــــمونه د زړګـــي پـــه کائناتوژړیږي مې آسمــــــــان د زنـــدګي پـــه کائناتویو غشی و د آه چې د زړګي له ولــــکــې ووتالله اوس ورحمیږې د خــــوستي پـــه کائنـــاتوزوال و د وریښمینې رڼا ســـــتا د رخ په نور کېسپوږمۍ وه راخـــــــــــــتلې الهي پــــه کائناتوټغر به مې د ژوند دارې په اوښکونمجن نه وایراغلې مې که نه وای دا هستي پـــــــه کائناتوپوهیږم نه که ستا د مینې پوهه کې یــــم ورکهله دې نه به نور څه وی بند ه ګي په...