وریږی مې غــــــــــمونه د زړګـــي پـــه کائناتو
ژړیږي مې آسمــــــــان د زنـــدګي پـــه کائناتو
یو غشی و د آه چې د زړګي له ولــــکــې ووت
الله اوس ورحمیږې د خــــوستي پـــه کائنـــاتو
زوال و د وریښمینې رڼا ســـــتا د رخ په نور کې
سپوږمۍ وه راخـــــــــــــتلې الهي پــــه کائناتو
ټغر به مې د ژوند دارې په اوښکونمجن نه وای
راغلې مې که نه وای دا هستي پـــــــه کائناتو
پوهیږم نه که ستا د مینې پوهه کې یــــم ورکه
له دې نه به نور څه وی بند ه ګي په کائنـــــــــاتو