غزل :
ځاردې له ځــــــــــــــوانۍ شمه بدرنګه
تانه سپېلنۍ شمــــــــــــــــه بدرنګــــــــه
ستادزلمیتـوب شپې یې ترخې کړې
مړه دې له خـــــــــــــوارۍ شمه بدرنګه
ته مې پـه حیاء اوپت کې ســـــــــــــــاته
زه که لیــــــــــــــــــــــــوانۍ شمه بدرنګه
ته داوربلــــــــــــــــــــــونو شې ګلابـــــــــه
زه چې سره غوټۍ شمـــــــــــــه بدرنګه
دغه شوګیرونه وي اوشمعــــــــــــه وي
ځکه په سلګۍ شمـــــــــــــــــــه بدرنګه
»»»
یادونه : نازولي ته مونږ له نازاومینې څخه دبدرنګه کلمه کاروو
13.12.2010
- اريوب
د خولې هره کيسه يې له پيغوره کمه نده ياري کؤو خو بيا هم له تربوره کمه نده غصه او اداګانې يې پر ځای پريږدی ملګرو د ناز يوه موسکا يې هم له اوره کمه نده جنانه ستا په وړاندې د ځواب ورکول ګران دي ستا هره ازموينه له کانکوره کمه نده نيږدې ځکه درتلای نه شمه ټول بدن مې سوځي لمبه د ښکلي مخ ستا له تنوره کمه نده که څه هم په جونګړه کې اوسيږم پروا نشته د ښکلو پکې زور دی ستا له کوره کمه نده...
20.12.2010
- اريوب
افغانستان جام د کوثر که د شهيد پر شونډو پروت و بيا همد خپل وطن د ازادۍ اوبو ارمان کې به وخدای که په دې دنيا جنت وای پيداکړی چېرتهزه په ايمان وايم چې ګران افغانستان کې به و×××چې د خدای سره غږېږم راوړه سترګې دې زما سترګو کې کېږدهچې لوړ غرونه درته لوړې ايينې شيچې د خدای سره غږېږم ته راياد شېد ا ګوناوې دي جانانه تاپسې شي×××اووم براعظم او...