دوه پړکه سپوږمۍ
که د جام نسکوريدو ته خوله د ګل شوې
پر اوبو به زرين شرنګ د زمزمې شې
بيا به ځي درپسې ټول د ګلو غرونه
بيا به پېغله شنه لمن د زمانې شې
د نازونو د سپرلي پر لېچو اوړه
چې پر څڼو دې طبعيت شال د خندا شي
زره چاودې حوصلې مو کړه راغونډې
چې مين مين ماښام مو په نڅا شي
که سکروټو له خماره څکه وکړه
بيا به ګورې چې لذت کې مړينه څه ده
چې دې زړه د زړه په خوله کې مين خوب شي
بيا به ګورې چې ژوند څه دی مينه څه ده
ګناهونه به په منډو درته راشي
چې لمده دې په خولو باندې سيلۍ شي
بيا دې ګوره د ټټر سپينې روپۍ ته
ناڅاپي به پکې دوه پړکه سپوږمۍ شي
نو راماته شه د لوړ غرور ملکې!
چې ياغي زور دې ډېوه کړمه د فکر
پر جبين دې د مچکو سجدې غواړم
چې جذبې دې څانګې څانګې کړم د ذکر
چې نظر دې د خوږو سترګو راخوږ شي
دې احساس کې د هيندارو ماڼۍ لامبي
د خامکو په دسمال کې مې چينه ده
پکې ستا غوندې سپين چکه ! نجلۍ لامبي
سيدجيلاني جلان
يادونه :- دغه نظم د ګلپاڼو اتڼ له کتاب څخه راخيستل شوى دى