شمعه شوګير
غزل
بغیرلـــــــه تا مې هم لیـــــــــدلي شپې دي
نن په خوشبـــــــــوباندې لمبلي شپې دي
ستا له غمجنـــــــوسترګوښکاري داسې
زمــــــــــــــــــــــایادونـه یې پاللي شپې دي
په سره پالنګ چې ستا ترڅنـګ تېرېږي
جانانه دغــــــــــه ډېرې ښــــکلي شپې دي
سهار ته ووایــــــــــــــــــه چې راشي یوځل
زمـــــــــــونږ په کلیـــو کې ړولي شپې دي
لږ خو ور وګوره دشمــعې خــــــــــــــــــواته
درپسې څـــــــــــومره یې ژاړلي شپې دي
30.11.2010
- اريوب
خال به دیار له وينوکیږدمدلته کور وو دلـــــته کلـــــــی هر رواج مو وو ښه ښــکلیکلــــکه زمونږه عقـــــــیده وه پـــــه امــام ممــــبر پــا للـیښه رنګـــــــــــین مازریګروو روڼ مو لمــــــر وو ځلـیدلیهر یو ستوری مو خوشحال وو په سپوږمۍ وو شپول راغلیهر ســــــــــــهارنه وو بهار وو ســــور شــــفق مو خـــــندید********************یوه توره ویـــــځ خوره شـــــوه یوه قهرجـــــــنه تالنده شــــوه زموږ سپرلــــــی یې رانه...
06.12.2010
- اريوب
دوه پړکه سپوږمۍ که د جام نسکوريدو ته خوله د ګل شوېپر اوبو به زرين شرنګ د زمزمې شېبيا به ځي درپسې ټول د ګلو غرونهبيا به پېغله شنه لمن د زمانې شېد نازونو د سپرلي پر لېچو اوړهچې پر څڼو دې طبعيت شال د خندا شيزره چاودې حوصلې مو کړه راغونډېچې مين مين ماښام مو په نڅا شيکه سکروټو له خماره څکه وکړهبيا به ګورې چې لذت کې مړينه څه دهچې دې زړه د زړه په خوله کې مين خوب شيبيا به ګورې چې ژوند څه دی مينه څه ده...