خال به دیار له وينوکیږدم
دلته کور وو دلـــــته کلـــــــی هر رواج مو وو ښه ښــکلی
کلــــکه زمونږه عقـــــــیده وه پـــــه امــام ممــــبر پــا للـی
ښه رنګـــــــــــین مازریګروو روڼ مو لمــــــر وو ځلـیدلی
هر یو ستوری مو خوشحال وو په سپوږمۍ وو شپول راغلی
هر ســــــــــــهارنه وو بهار وو ســــور شــــفق مو خـــــندید
********************
یوه توره ویـــــځ خوره شـــــوه یوه قهرجـــــــنه تالنده شــــوه
زموږ سپرلــــــی یې رانه یووړ ها دیــــخ څیله اوږده شـــــــوه
نورکتــــار د زاڼو مـــــــات شو دا ده زاڼو مـــیره مړه شـــــوه
دســـــــــندرو برج مو ړنګ شو زموږ په کور کې فاتـــحه شوه
سپــــــــین مړوند یې اوبو راوړ نور یې ګونــــګه ها چمبه شوه
******************
یو زلمي ماښــــــــــــام ناره کړه پورتــــه یې هرڅه نه پرده کړه
دغه ســــــــره شیطان ته ګورﺉ هغــــــــه لور ته یې ایشاره کړه
کوډګردی جــــــــــــــــادوګر دی زموږ په کور یې لار سپره کړه
تاسوهم اســــــــــــونه ځین کړی ما پرون تـــــــــــــوره تیره کړه
ســــــــــهار په خړه یو توفان وو موږ تیــــــــــــــــــاره قافله کړه
********************
زموږ دهســــــــــــــکو شملو ډلې څوک سپرې وې ځــــني پلې
ځني سره خوله هلـــــــــــــکان وو ځیــــنو ږیري وې چټ کړې
دا زمري بریـــــــــــــــتور ډیر وو ډيـــــــرو څــــــــڼې اړه ولې
زموږ زلمــــــــــــــي یوازي نه وو جــــــــــــنکۍ پیغلي هم ولې
**************
دشــــــــــــــــــیطان ملګري ډیروو په حساب نه وو بې شمیروو
دوی پرموږ مرمـــــــۍ راوار کړې موږ پردوی بانـدي چاپیروو
دلته جنــــــــــــــــګ دحق باطل وو زموږ دمټو زور پرې ډیر وو
دلته ســــــــــــــــــرې بوټۍ دلۍ شوې ځکه موږ تر خپل سر تیر وو
******************
دا جادو مــــــــــــــنتر بې څه شوو سور شیطان په سند لاهو شوو
د زمري زلمــــــــــــــي بګړۍ کې یو ټومبلی ګل ښـــــکاره شوو
دلــــــــــته پورتـــــــــــــــــه یوه ټپــــــــــه شوه
دمـــــــــــــــــلالې زمزمــــــــه شـــــــــــــــوه
(خــــــــــال به د یا له وینـــــــــــــــــــــو کیږدم )
( چې شنــــــــکي باغ کې سور ګلاب وشرموینه)