ريباره کله چې له مانه يار ته وړې خبرې
ما ته به هم يو څو د مينې ترې را وړې خبرې
هسې عبث لدې ګيلو مانو څه نه جوړيږي
جانانه خير دی نوره هيرې کړه زړې خبرې
ما ته به هره يوه کيسه په څوڅو ځلې کوې
څومره مزه کړي ستا په سپينه خوله وړې خبرې
ستا کيسې ټولې د دوکو او د غصې نه ډکې
زما د واورې په شان سپينې او ساړې خبرې
کله ناکله د ټوپک پر ګولۍ نه مړ کيږي
کله ناکله سړی وژني ګله مړې برې
زما ګوهر د ياره دغه عادت ډير خواښيږي
شونډې د خپله تبسم کوي چې کړې خبرې
06.12.2010
- اريوب
دوه پړکه سپوږمۍ که د جام نسکوريدو ته خوله د ګل شوېپر اوبو به زرين شرنګ د زمزمې شېبيا به ځي درپسې ټول د ګلو غرونهبيا به پېغله شنه لمن د زمانې شېد نازونو د سپرلي پر لېچو اوړهچې پر څڼو دې طبعيت شال د خندا شيزره چاودې حوصلې مو کړه راغونډېچې مين مين ماښام مو په نڅا شيکه سکروټو له خماره څکه وکړهبيا به ګورې چې لذت کې مړينه څه دهچې دې زړه د زړه په خوله کې مين خوب شيبيا به ګورې چې ژوند څه دی مينه څه ده...
13.12.2010
- اريوب
مه لګــــــــــــوئ نور رنګونه مه لګوئ پېغلودترور رنګـــــــــــــــونه مه لګوئ ډېرې وسوسې ورسره پیــــــدا شولې دومره دسرور رنګـــــــــونه مــه لګوئ ژوند دعفلتــــــــــــــــــــــونوخزانــــه ګڼئ ځان باندې پېغــوررنګونه مه لګوئ مونږسره پښتانه رنګونه ښه ښکاري نورپردي کمزور رنګـــــونه مه لګوئ خیر دی کــــه دشمعې په سربل وي تل شونډوباندې اور رنګــــونه مه لګوئ
یادونه : له م...