غزل
نه و، دا چې اوس په کومه لار قدم جانان اخلي
دا خو مې شېبه شېبه د مينې امتحان اخلي
ظالم غوندې يو خوب مې دى ليدلى څه به کېږي
تا به رانه اخلي که مې اوښکې او ګرېوان اخلي
له اوره که يې بچ کړو لاس و پښې يې رانه غوڅ کړل
دا خواخوږي ګوره بدله د خپل احسان اخلي
اوس ماشومان دومره له بمونو ويرېدلي دي
تښتي د برېښنا له غږ نه هم چيرته امان اخلي
دا ځل په سندرو، که يې رد کړې چې ستا ياد پالم
بيا به ستا کوچۍ درته قسم په سپين قران اخلي
13.06.2010
- اريوب
ګرانې اروښادې مورجانې ته!هغه هاغه پورې شين بخونه غونډۍ ګورې!چارچاپېره ترېنه شنې ونې ولاړېهلته پروت زما ارمان زما جنت دیبام د ميني ته د زړه ستنې ولاړېچې د سرو شنو مرغکيو سيل پرې ګرځيد خوږ لفظو اوازونو پرې اتڼ دیپستور پرې له شينکي اسمانه اوريد قدرت د رحمتونو پرې اتڼ دیهغه شنه جنډه چې رپي نري باد تهپرې ليکلې مې سپېڅلې کليمه دهها زما د خوږې مينې سر چينه ده...
17.06.2010
- اريوب
ها د کابل په شپوکې په هغه تورو شپو کې پاس د بلۍ په لمن چې مو د مېنې ډېوې بلې کړلې ستا د غزل ښاپېرۍ راته د پېغلو ستورو د ارمانونو سرې جوړې ګنډلې زما په سر به ېې د سپېنې سپوږمۍ شال غوړوه د تورو شپو دېو به غلام و زمونږ پاس په اوږو به ېې وړه د وړانګو ډولۍ په هغه تورو شپو کې پاس د آسمان په ګلبڼ د سپېنو ستورو غونچو نه به شبنم ورېده زمونږ د مېنې پر تنکېو لمبو تا به کاتل ورته د شعر خداېه په...