ها د کابل په شپوکې
په هغه تورو شپو کې
پاس د بلۍ په لمن
چې مو د مېنې ډېوې بلې کړلې
ستا د غزل ښاپېرۍ
راته د پېغلو ستورو
د ارمانونو سرې جوړې ګنډلې
زما په سر به ېې د سپېنې سپوږمۍ شال غوړوه
د تورو شپو دېو به غلام و زمونږ
پاس په اوږو به ېې وړه د وړانګو ډولۍ
په هغه تورو شپو کې
پاس د آسمان په ګلبڼ
د سپېنو ستورو غونچو
نه به شبنم ورېده
زمونږ د مېنې پر تنکېو لمبو
تا به کاتل ورته د شعر خداېه
په پېغمبر دې د غزل وحې د مېنې راځې
پر تا شېبې شېبې الهام ورېده
د لهوتې غزلو
ته وې بادشاه د غزل
زه بلېنډه د محل
په هغه تورو شپو کې
ها د کابل په شپو کې
پاس د بلۍ په لمن
چې مو د مېنې ډېوې بلې کړلې
ها د کابل په شپو کې