غزل
نن مــــې پـــه زړه وريـــــږي ستــــا وصـــال هــيرې شيبې
خــــداى خـــو دې راولــه چې بيا مې راشي تيرې شيبې
د بيــــــلـــــــتانه تــــــورې بلا رانــــــــــه خــــــــــندا وړې ده
اوس پــــه ژړا کـــــې تيـــــــرومه د وخت ډيــــــــرې شيبې
دا چې قــــــدم په قـــــــــدم خـــــــورمه تنـــــــدکونـه د درد
د بيلــــتانه د درد غبــــار کـــې مې دي ګيــــــرې شـيبې
غـــم يې مـــدار درد يې مــــدار دى ترې خـلاصون نلرم
لـــکه د ستــــــورو مې په يو درد دي چـــاپيـــــرې شيبې
لا هــــــــم همـــــغه ليونى يــــــــــې انديښمــــــــــــنه يـــــاره
د چا راتلو تــــه اوس هـــم هغــــه شانې شميــــرې شيبې
د ١٣٨٩لمريز کال د غويي ١٢