شپې دهجران


شپې دهجران ډيرې اوږدې شوی راته
دپرديسۍ شپې غر غرې شوی راته
ديار يادونه مې دوزخ ته بوځې

دوجود غوښې مې پخې شوی راته
هغه تير شوي دوصال وختونه
سوچ پرې وهمه افسانې شوې راته
ديار خوږې پستې پستې خبرې
قسم په خدای چې اوس ترخې شوی راته
ماد جانان دزلفو ټال جوړه وّ
په شمار ويښته يې زولنې شوې راته
ستا جدايۍ کی ما خوستي ته ګرانه
دا راڼا ورځې هم تيارې شوې راته


العين العربيه امارات