: غزل


غزل
لېريې له خــــماره عذابـونه کــړه
ډکې له ثــوابه نــن جامونــه کــړه
حســن د تخلــيق په مدارونو کــې
جوړ د ستورو ښکلي قطارونه کړه
شرنګ د زولنو په ژبه نه غواړي
بندې ورته زير و بم تارونه کړه
نه دي شاعران چې لېوني نه وي
ډوبې د غزل په جام حسنونه کړه
رســم دې کــه وهم د الله پــه کې
تاوې چې د غاړې تعويذونــه کړه
زړه کې ېې کړه تېره د وفا خطبه
نن چې ېې د مينې آذانـــونه کــړه
رنګ ېې د اســود په ويــنه ولــړه
رب د پرهر ژلو ژنکو زړونه کړه