تنکی رشاد : رحيمه پشتونجار
نن د سما ښاپېرۍ
ډېوه په لاس کې سرې لمبې لټوي
د يوې مور د ارمانونو سرې غونچې لټوي
د يوې ښکلې او نازکې هيلې وروستۍ شېبې لټوي
نن د سما ښاپېرۍ
د جنتونو په غېږ د سرو لمبو په ګلبڼ
د ګلابونو پر مخ سپرغۍ د سرې بلې ډېوې لټوي
د مرور او ځورېدلې رشاد
خوارې لېمې لټوي
نن د سما ښاپېرۍ
د جنت حورو د قسمت پر دښته
د سرو غاټولو د زړګو په داغو
پټې د پرخو په دعا لګوي
نن درشاد پر سېنه د پرهرونو
سرې غونچې لټوي
نن د سما ښاپېرۍ
د جنت حورو په سپېنچکو وزرو
د شهېدانو دسرو وېنو لګېدلې تپېو
دمخ حجاب لټوې
دا د مور مړې او سپېڅلې رشاد
د روح وزر لټوې
نن دسما ښاپېرۍ
ډېوه په لاس کې سرې لمبې لټوي
د یوې مور د ارمانونوسرې غونچې لټوي
د یوې ښکلې او نازکې هيلې روستۍ شېبې لټوي
نن د سما ښاپېرۍ ډېوه په لاس
تنکی رشاد لټوي
تنکی رشاد لټوي
يادونه :هغه سپېڅلي ماشوم (( رشاد)) ته ، چې دروان کال د جدي په اته ويشتمه يې د کابل ښار په جګړه کې خپل وړوکی ټټر د مرميو سپر کړ