ښکلې ټپه مې زمزمه کړه له سرو اوښکوسره
په غم رڼه مې کرۍ شپه کړه له سرو اوښکو سره
په کاڼي زړۀ کې تنده بېرته څۀ نيمگړې شوله
ډکه دصبر مې پياله کړه له سرو اوښکو سره
د ژوند ارمان لکه شهيد په اوږو گرځومه
دځان مې ستړې فرشته کړه له سرو اوښکو سره
ورته ولاړ وم د جانان دسترگو ديد مې کاوۀ
ماته مې ښکلې ايينه کړه له سرو اوښکو سره
حجراسود په رنگه، ما هغه زر واره اشنا!
ښکل مې په مينه دروازه کړه له سرو اوښکوسره
ستا دسپرلي وږمې پر هغه کلي نۀ گرځېدې
ډېوه د هيلو مې ژر مړه کړه له سرو اوښکو سره
ما بشرمل دوير په تود هرکلي ولمانځئ سم
ستاه په قدم چې مې سجده کړه له سرو اوښکوسره
بشرمل ناصر