په ګستاخ ګلبڼ د سپرليو تماشې


مونږ د طبعيت پرتندي تل د وخت تندرو نه خورو
څه وكړو د شوخ نظر په جام كې سره اورونه خورو

سر شلوو ګرېوان شلوو څپېړو باندې مخ وهو
هم د ليونو په څېر تاوكړي زنځيرونه خورو

موږ ستا د ګستاخ ګلبڼ سپرليو تماشې كوو
نه له تا ښايست ژويو او نه دې ګلكڅونه خورو

هغه د توبو جنازې لاړې د ژوند مټونه
اوس خوبه د لپو په كنډول كې شرابونه خورو

موږ سړيخواره نه يو مطربه نغمې سازي كړه
موږه په سازونو د روحونو تصويرونه خورو

وير، د وير كيسې دي د رڼو اوښكو په ژبو مو
مه پوښته موږ مه پوښته بس پرېږده چې خپل زړونه خورو

اوسه مطمئن زموږ هر لفظ د كاڼې كرښه ده
موږه ښكلي نه يو چې وعدې خور قسمونه خورو

وړاندې چې د عشق ډګر ته شو نو بيا دي دوې كيسې
يا جانان ګټو يا به جلانه پرې سرونه خورو


سيدجيلاني جلان
يادونه : د غه غزل د ګلپاڼو اتڼ له کتاب څخه راخيستل شوى دى