د ژوند سکې

تصوير ستا د نازونو دى چې ښـــــوري مــــې په زړه کې

يادونه د باران په څيــــــــــــــــر را اوري مــــــې پـه زړه کې

منم چې  مې د سر په ستـــــــــرګو اوس نه شــــــي ليـدلى

خو دا به راســـــره منې چـــــې ګــــــوري مـــــــې پــــــــه زړه

کوڅې ته ورولي مـــــې د غمـــاز ظالـــــم په شتـــــون کې

څو داسې ارمـــانـــــونه دي سر زوري مــــــــې په زړه کې

يادونه دې  جــــــانــــانه د غــــمونـــــو ســــــــــــوداګر شول

د ژوند په سيکو ډير غمــــونه پلــــــوري مـــې په زړه کې

ستاسپيـــــن مخ تــــه چې ګورم او ستا شنه خالونه وينم

سپوږمۍ سره راشـنه شــــي واړه ستوري مې په زړه کې

جانان د انديښمن د يو وريښـمــــــــــين غزل په شان دى

چې ګورم يې ټوکـــــــــــيږي بلاتوري مــــــــــې په زړه کې

يادګيرنه

نوموړى غزل د ( لا خو له خپل ځان نه پردى يمه زه ) شعري ټولګې نه اخيستل شوى دى