اروا ښاد ګل پاچا الفت ته
ستا دالفت ډيوه په لاس وه اوس تيارې يريوتې
ځکه وطن کی د دردونو افسانی پريوتې
د هغه يو افغان په نوم چه تا وحدت ته بلل
اوس يی په کلی او بانډو کی دغم شپې پريوتې
د پاک احساس او د وروری خبرې کمې ښکاري
ځکه په سمه او ميرو کی اديرې پريوتې
د وطن دښتی او ابادې يا ويجاړ ځايونه
په هر قدم کې د ژونديو جمجمې پرېوتې
څومره وحشت او بربريت شو په بې وزلو خلکو
په اديرو کې په زرهاوو جنازې پريوتی
څوک به يې راټول کړي دا بې زوره زوروره خلک
چه د نيکونو افتخار جګې شملې پريوتی
راځئ ای ورنو افغاني الفت ارمان لپاره
چه سره يو شو ګني خدايګو معجزې پريوتې


همت
دلبره زه چه ستا رضا نيسمه
په هر قدم کی می ګناه نيسمه
دا چه شليدلی ګريوان ګرځمه زه
ځان د مجنون دګور ترخوا نيسمه
پدی ساده ذاهد مې نه شي باور
دين دکعبې د در پيشوا نيسمه
پرې نه پوهيږمه چه کوم لوری ځم
کله دنېا کله عقبا نېسمه
په بازاري مينه غلط چه نشم
دود د يوسف او ذليخا نيسمه
چه می باورد خوږاشنا شی حاصل
دميني لار يې په ريښتيا نيسمه
افغانی پريږده دقسمت خبرې
د همت لار به خامخا نيسمه
---------------------------------