ماشومتوب
زمانه وه چې د کلي شوخ ماشوم وم
زمانه وه چې مې سر لس ځايه مات و
زمانه وه چې د کلي د نفرت وم
زمانه وه ترحم راباندې قات و
»»»»»»»»»»
زمانه وه رانه لوبې زېږېدلې
زمانه وه چې روان وم یا به ملاست م
زمانه وه کلي اور رانه اخیستو
زمانه وه د شیطان په لکۍ ناست وم
»»»»»»»
زمانه وه چې (( بدی)) راته حيران وو
((کرمی)) مې ګرد ته نشوای رسيدلی
زمانه وه د خوښيو باچا زه وم
هوسايي مې درد ته نشوای رسيدلی
»»»»»»»
زمانې ناښادې څه کانې را وکړې
ماشومتوب يې له ما واخيست، زه يې لوی کړم
او له ما نه يې سپېڅلې دوړې توی کړې
زه يې لوی کړمه په ښه او بد يې پوی کړم
»»»»»»»»»»»»»
زمانې د خدای په دومره ډېر مخلوق کې
زما زړه زما په خپل کلي کې بند کړ
زما زړه يې د يوې ښکلې واک کې ورکړ
د هغې ښکلې وجوديې ماته قند کړ
٫٫٫٫٫٫٫٫٫
زمانې موږ لکه دوه شونډې نږدې کړو
زمانې په موږ د عشق سر او تال جوړ کړ
زمانې موږ لکه شپه او ورځ نږدې کړو
زمانې په موږه مياشت جوړه کال جوړ کړ
٬٬٬٬٬٬٬٬٬٬٬٬٬٬
موږ د هغې زمانې دوه مينان وو
چې رسوا شو هنګامه وه خپرېدله
موږ له يو بله ورو، ورو جلا کيدلو
موږ راتلونکې زمانه په خوب ليدله
»»»»»»»»»
زمانه وه چې له يو بله جلا شو
زمانه وه چې په زړه مو وو زخمونه
زمانه وه دا زخمونه ورو، ورو روغ شول
زمانه ده چې تير شوي دي کلونه
»»»»»»»»»
زمانه ده چې اوس ټول زخمونه جوړ دي
خو تراوسه دي ښکاره داغونه پاتې
کله کله چې راياده شي، را ويښ شي
په زړګي مې دي ويده دردونه پاتې
»»»»»»»»»
زمانه به خپله وران کارونه سم کا
زمانه به دوامدار دردونه کم کا
زمانه ده د زخمونو رغوونکې
زمانه ده د دردو ويده کوونکې
زمانه ده د دردو ويده کوونکې