سوال په ليمو کې

دلتــــــــه مــــــــو شـــور د مـــازيدګـــر نشـــــــــــــته دى

دلتــــه ګــــــــــــــودر دلتـــــــــــــه چنــــار ګــــونـګى دى

دلته خــــــــــــو کــور د ميـــنې وران شـــــــــــــــــوى دى

سوال په ليمــــــــو کې د دلـــــــدار ګـــــــــــونګــى دى

 

دلتــــــــه منــــــګي دلــــــــــــته زړګي مــــــــــات شـوي

ويـــــــــــر دى، غمـــــــــــونه دى ، غـــــــــوغـــا جـوه ده

دلتـــــــــه ارمــــــــــــان لکــــــــــه حســــــــن قتــليـــــږي

د يــــــــــــــزيـــــــــــدانو کــــــــــــــربلا جــــــــــــــــــــوړه ده

 

ميـــــــــــن په پټــــــــــــــه خـــــــــــوله قتليــــږي دلــــــته

خو د معشــــوق خوله کې چغــــار ګونګـــــــــــى دى

دلتــــه خــــو کور د مينـــــــــــې وران شــــــــــــوى دى

ســـــــــوال په ليــــــــــمو کې د دلدار ګــــــــونګى دى

 

دلتـــــــــــه الفت ګنـــــــــاه  ، ګنــــــــــــاه بلــــــــــى شي

دلــــــــــــــــــته د زړونــــــــــــو ورکـــــــــــول کفــــــــر دى

د يـــــــــــــــوې سپيــــــــــــــڅلې تمنـــــــــــــا په خـــــاطر

دلتــــــــــه د خپـــــــــــل ســـــــــــر ځـــــــــارول کفــر دى

 

دې جــــــــابـــــــــــروخت ميـــنه ګنـــــــــاه بــــــــــــــــللې

ځکــــــــــه اقرار ګونګــــــــــى انکـــــــــار ګونګى دى

دلتـــه خو کـــــــــــــور د مـــــــــينې وران شــــــوى دى

سوال په ليـــــــــــــمو کــــــــــې د دلدار ګونګـــى دى

 

د کــــربـــــلا دښت کــــــې زرغـــــــــــــون شــــوي دي

دغـــــــــــــــه د ميــــــــــــــــــنې د وفــــــــــــا ګلـــــــــــونه

حســـــــــــــن يې وهلـــــــــــــــى د رواج ګــــــــــــــردونو

لکه خـــــــــــړ پـــــــــــــــړ وي د بيــــــــــــديا ګـــــــــلونه

 

د لته مينـــــــــــــې بلــــــــــــــبل ګونګ ښـــــــکاريږي

دلـــــــــــــــته د هر حســـــــــــن بهار ګـــــــــــونګى دى 

دلتـــــــــــــــــه خو کور د ميـــــــــــنې وران شـوى دى

سوال په ليمـــو کې د دلــــــــــــدار ګونګـــــــــــى دى

 

دلــــــــــــته خو ميــــــــــنې ته خلـــــــک کـــــــفر وايي

دلتـــــــــــــه به څنــــــــــګه څــــوک آواز پـــورتــه کړي

بلا ظلــــــــــــــــمونه د پښتــــــــــــــو په نـــــــــــوم شــي

نو به څوک څنــــــــــګه اعــــــــــتراض پورته کــــــړي

 

بـــــــــس انديښمــــــــــــنه خولــــــــــه دې چوپه ســاته

دلته منـــــــصور ګونګـــــــــــى دى دار ګونګـى دى

دلته خو کــــور د مــــــــــــينې وران شــــــــــــــوى دى

سوال په ليـــــــــــمو کــــــــــــــې د دلدار ګونـګى دى

 

يادګيرنه

نوموړى نظم  د ( لا خو له خپل ځان نه پردى يمه زه ) شعري ټولګې نه اخيستل شوى دى