غزل

کعبه ســـاتي په زړه کـــــې او هم منات ســــاتي پــــه زړه کې

دا خلک خـــــــو اوس څو رنګـــه حالات ســــاتي پـــه زړه کې

 

دا سترګې مـــو کږې ورپســــې ستـــــورو غونــــــدې نه شي

هر څوک چې دلته لمر غوندې عادات ســــــاتي په زړه کې

 

پړونى کــــــه يې نوى شـــــــي پر ســـــر زمـــــــــــونږ د پيغــــلو

غمـــــــــي د رڼو اوښــــــکو به لا مات ســـــاتي پـــــــه زړه کې

 

خـــــاونده غيــــلمان چـــــا په دې خبردار کړل چې دا خلک

نه چا پســـــې حساب کړي نه کســـــات ســـــاتي په زړه کې

 

تر عمره مې تــــقدير نه شـــــي د څــــــو شيبـــــــــو تصــــــويره!

کوچــــۍ دې له پخــــــوا نه دومره زيات ســــاتي په زړه کې