غزل

اوس رانه څــه پوښتې چــې چاته شـــاعري کومـه

د سترګو توره خــــــو بـــس تـــا ته شاعــري کومـه

هــغوى خبر کړى چــې زما تر مخ دې نه تيــريـږي

زه بدرنګۍ ته نـــه ښـــــکلا ته شـــــــاعري کـــومه

په دې امــــيد چـــې مې راتلونکى نسل وژغورمه

د نن شاعر يم خـــــــــو ســــبا ته شـــاعــــري کـــومه

زه په يـــارانو باندې قرض ګڼم چــې ومې ستايي

په تورتمـــــــونو کې رڼــــــا ته شــــاعـــري کـــــومه

په دې مې ستايي چې ژړا تـــــه مې ولس رابــولم

په دې مجـــرم شم چې خنـــدا ته شــــاعري کـــومه

زه ټولنيز وم چې ويـــاړونه يــې چــې مخ ته کيږدم

نو بيا محــــــدود شمه پکتــــيا ته شــــــاعري کومه

د زړه په تخت مې راته کښيناستې شاعر دې کړمه

له دې نــــــــــه پس به تا پـــــاچا ته شــــــاعري کومه

شاعره حسنـــه مــــا خوږمـــــــن له نظر مه غورځوه

مدام به تا ته ، تــــا تـــه ، تـــا تــــه شــــاعري کومه