کليمه داره

هلته ساينسدان د لوړ تخنيک په تار ډبره تړي
دلته ګل ژبې سمندر په يوه خبره تړي

خود به د شپې پر پاسني مخ ټوله شپه رڼا وي
دنګه د لمر غوندې رڼه ټوټه له سره تړي

غرونه که هر څو لوړ شی مخه د لمر نشي نيوای
وخت څه نادان دی زولنوکې مې سندره تړي

په بنګاليو کوډو نشي دوزخ مخيه ! واوره.
پېغله زمونږ کليمه داره له ټټره تړي

د ايينې د سپين ورغوي د پړک پيڅې پسې
جلان ورک يارته د مين زړه مر غلره تړي

سيدجيلاني جلان
يادونه ! دغه غزل د ګلپاڼو اتڼ له کتاب څخه راخيستل شوى دى