ليکوال صديق الله بدر
د جلان شاعري، انځوريزه شاعري
ادبپوهان په دې باور دي، چې هر شاعرانه تصور د خيال له جوهره سرچينه اخلي. شاعر تل په دې هڅه كې وي، چې په خپل جادويي بيان سره هغه انځورونه، چې د هغه په ذهن كې رامنځته شوي، هغه په هماغه قوت، شدت او روڼوالي سره د خپل وړ اوريدونكي په ذهن كې ځاى او ژوندي كړي. دا خبره تر ډېره پر هغو شاعرانو ډېر صدق كوي، چې فطرتا شاعر وي. فطري شاعران خپل افكار داسې سره رانغاړي، چې مينه او ښكلا يې سلام كوي او هره خبره يې خپل ځانګړى ښكلاييز وزن لري، ښايي له همدې كبله وي، چې د فطري او انځورګرو شاعرانو عادي خبرې هم د شاعرانه خوند او رنګ لرونکې وي. دلته په دې ليكنه كې د يو همداسې شاعر په شعر و شاعرۍ درسره خواله كوو او ګورو، چې په عادي خبرو كې يې څومره شاعرانه خوند و رنګ پروت دى: (( يو نامعلوم درد مې د زړه په ورغوي خوله ولګوله او همدا درد له زړه نه د ژبې په لاره د شونډو سر ته راغي او دلته يې خپلې غوټې وسپړلې او په سندرو بدل شو.))
دا شاعر، چې يو نامعلوم درد يې د زړه په ورغوي خوله لګوي، سيدجيلاني جلان دى. زموږ د بهير هغه شاعر، چې د لومړنى شعر د ويلو خوند داسې يو احساس وربښلى و: (( کله مې، چې په لومړي ځل شعر ووايه، ما داسې احساس کاوه، چې ګنې د کايناتو ټوله ښکلا زما په لاس کې ده.))
پېژندنه
سيدجيلاني جلان، په ١٣٦٢ کال کې د پکتيا ولايت د ځاځي آريوب د خيرمينې په کلي کې زيږيدلى دى. لومړنۍ او منځنۍ زده کړې يې د مهاجرت په دوره کې په پيښور کې سر ته رسولې دي. ډير شوق لري، چې لوړې زده کړې وکړي خو ګورو به، چې وخت څنګه او کله پرې دا لوريينه کوي.
څوکاله کيږي، چې جلان کابل ته راغلى او او دلته د روزګار غم په مخه كړى. څه موده يې په شمشاد ټلويزيون كې دنده ترسره كړې او اوس په نوا راډيو كې په دنده بوخت دى.
کابو ١٠ کاله مخكې، د شعر ښاپيرۍ د خپلې مينې په وزرو کې ونغاړه او د ښكلا سندربول يې كړ. تر اوسه يې ډيره شاعري کړې ده او د شعرونويوه ټولګې يې چاپ او خپرې شوې ده، .
د جلان شعر د موسيقۍ په مزي تړلى او د فکر او تخيل يو زرين ترکيب دى او لکه مخکې مو، چې نغوته وکړه دى يو فطري او انځورگر شاعر دى. کابو ټول شعرونه يې له نويو ترکيبونو ډک دي. جلان د دوو شيانو په يوځاى کولو سره يو نوى شى رامنځته کوي. يعنې د دوو حالتونو په تړاو سره يو درېيم حالت، چې ډير شاعرانه خوند او رنګ لري رامنځته کوي. استاد اسدلله غضنفر دا د جلان د شاعرۍ عام حصوصيت ګڼي: (( د سيد جيلاني جلان په شعرونو کې تر هر څه زيات، چې د لوستونکي يا اوريدونکي پام وراوړي، هغه ترکيبونه دي. دى معمولاْ دوې داسې کليمې، چې په عادي ژبه کې د ترکيب په بڼه نه ليدل کيږي، سره يوځاى کوي، يو نوى عبارت ځينې جوړوي، چې هغه عبارت هم تصويري وي او هم نوى. دا د ده د شاعرۍ عام خصوصيت دى او يوه ښه شاعري دغسې ترکيبونو ته اړتيا لري. مثلا جلان وايي:
رنګ يې تک سپين دى او تنه يې تکه شنه لوړه ده
ساده زړګيه څه د وړانګو په نښتر واښتې
غضنفر وړاندې د دغه بيت د يو تركيب نويوالي ته اشاره كوي او وايي: (( د وړانګو نښتر، مخکې په ژبه کې نه و. دا عبارت يا تصوير په حقيقت کې ده ايجاد کړى دى. ده په ادب باندې اضافه کړى دى.))
غضنفر صاحب د تصوير د تعريف په لړ کې وايي، چې دوه داسې شيان، چې تر هغه دمخه يو ځاى نه وي او يو څوک يې يو ځاى کړي او له يو ځاى کولو يې يو درېيم حالت، يو درېيم شي يا يو درېيم وجود او يو درېيم خيال رامنځته شي هغه تصوير دى، غضنفر وايي: (( جلان هم دا کار د عبارتونو او تركيبونو په ذريعه کوي. ګورئ نښتر مخکى هم موږ پيژانده. نښتر ونه ده، شنه ده، دنګه ده، غرنۍ ده، دا ټولې خبرې په کې وې. وړانګې مو هم پيژندلې. وړانګې سپينې او ښکلې وي. د لمر وړانګې وي، د سپوږمۍ وړانګې وي، دا څه و څه. خو د وړانګو نښتر مو نه و ليدلى.))
غضنفر د دې انځور يا تركيب د جوړښت په اړه په دې نظر دى، چې جلان په يو تصوير كې د بل تصوير د جوړولو هڅه كوي: (( يو نښتر تصور کړئ، چې هغه دې هم له وړانګو جوړ وي او بيا د وړانګو نښتر ټول راخلي او له يو بل چا سره يې تشبېه کوي او يا په بل عبارت بل څوک د وړانګو له نښتر سره تشبېه کوي. دا بيا يو بل تصوير جوړوي په تصوير کې تصوير.))
د غضنفر په وينا، دلته لومړى خو د وړانګو نښتر يوه خيالي دنيا ده، دا په حقيقت کې يوه خيالي او موهومه تشبېه ده. له بلې خوا همدغه ښکلى خيالي موجود له يوې دنګې او ښکلې نجلۍ سره تشبېه کېږي. غضنفر پر همدې باور وړاندې وايي، چې دغه شيان د جلان په شعرونو کې ډير دي.
ښاغلى پيرمحمد کاروان هم جلان د ګڼو ترکيبونو جوړوونکى شاعر بولي: (( جلان د پښتو ژبې په ځوانو شاعرانو کې يو ښه انځورګر شاعر دى. دى غزل ليکي، ډير خوږ او ښه يې ليکي او ښه شاعرانه ژبه لري. دى ډير کوشش کوي، چې نوي ترکيبونه جوړ کړي، داسې تركيبونه، چې بل چا جوړ كړي نه وي.))
خو کاروان دا هم وايي، چې کله کله د ډيرو ترکيبونو راوړل زور غواړي او دا کار شعر له طبيعې حالت څخه غورځوي: (( د ده پخوانۍ غزلې ډيرې روانې وې خو اوس دى کوښښ کوي، چې نوى ترکيب راوړي او لږ زور ورسره کوي. که چېرې دغه زور ورسره شريك نه کړي او طبيعي يې پريږدي لا به بريالى وي. د شعر نه به معنا به هم ښه راوځي، تصويربه يې هم ډير روښانه وي او صميمانه او طبيعي به هم وي.))
نورالحبيب نثار هم د جلان دغه هڅه د شعر د پيغام په رسولو كې ستونزمن ګڼي او وايي، چې شعر په لوى لاس له ابهام سره مخ كېږي: (( جلان کله کله د پيغام په رسولو کې لوستونکى له ابهام سره مخامخوي خو ابهام پخپله د شعر يو خوند او رنګ دى. انسان نيمګړى دى، ځينې وخت خپل مطلب لوستونکي ته په ښه بڼه نه شي انتقالولى.))
خو سره له دې هم نثار په دې باور دى، چې جلان ډير کم داسې كوي او ترډېره يې مطلب روښانه، مضمون يې روماني او ښکلى وي او هغه د تنکۍ مينې کوم جذبات، احساسات او عواطف، چې دي، د ده په شعر کې شته.))
له شکلي پلوه په شعر کې د نوښت رامنځته کول يو کمال او د طرز رامنځته کول ګڼل کيږي. جلان که څه هم ډير ځوان دى خو په شعر کې د اوچت تخييل په درلودلو او د نويو ترکيبونو د جوړولو له امله د خپل بهير په شاعرانو کې د بيلې او جلا لارې لرونكى شاعر پيژندل شوى. بشيراحمد ګواښ په همدې نظر دى او وايي، چې ده ډير نوي شيان كارولي دي: (( د جلان شاعري ډيره نوې ده، ډير زيات شيان داسې دي، چې ده په شاعرې کې نوي نوي کارولي دي. يعنې نوې تشبېه، نوې استعارې تر دې، چې داسې قافيې راوړي، چې ډيرې کمې کارول شوي دي. لکه جوړښت، نوښت، درنښت، اورښت، چې دا ډيره سخته قافيه ده خو ده ډيره ښه راوړې او ښه يې کارولې ده. يعنې په بيل سبک باندې روان دى او ډير داسې تشبيه ګانې کاروي، چې ډيرې نادرې وي.))
ګواښ وړاندې د جلان يو بيت د مثال راوړي او وايي: (( دى په يوبيت کې وايي:
دا دنيا پڼه زموږ د عشق د ګلزرينې پښې
زه د وړانګو غر جانان مې دښت د ګلابونو دى
جانان د ګلابونو له دښت سره راوړل، دا يوه نوې خبره ده.))
ګواښ دا هم وايي، چې جلان داسې مفاهيم او ترکيبونه راوړي، چې د ده تر عمره پاخه ښکاري: (( ما ته، چې د جلان په شاعرۍ کې، چې كوم شى جالب دى، هغه دا دى، زه چې څومره جلان پيژنم، دومره لوړې زده کړې هم نه لري خو پخپلو شعرونو کې يې داسې نوي مفاهيم او ترکيبات کارولي او کاروي، چې د ډيرې لويې مطالعې خاوندانو په شعرونو کې پيدا کيږي. که موږ د لويو شاعرانو شعرونه وګورو، لكه د هندوستان د ګلزار شعرونه، د جاويد اختر شعرونه او يا د فيض احمد فيض شعرونه او په نړيواله كچه د جان کيس شعرونه، چې هغوى ډيره مطالعه کړې ده او نوي مفاهيم يې رانغاړلي د هغوى په پرتله جلان دومره مطالعه نه ده کړې خو بيا هم نوي مفاهيم لري.))
استاد غضنفر، د همدې ښيګڼو او ځانګړتياوو په شتون كې جلان د بيل طرز شاعر بولي: (( زما په خيال د جلان د شاعرۍ يو بل کمال دا دى، چې معمولا د زلمو شاعري يې كه ولري نو کمال يې بللى شو او هغه دا ده، چې خپل طرز لري.))
غضنفر په دې اړه وړاندې وايي، چې يو سړى که پنځوس کلن وي او په شاعرۍ کې يې خپل طرز ووينو، دا ډيره عجيبه خبره نه ده. كه يو څوك څو کتابونه يې چاپ شوي وي، ډيره موده يې شاعري کړې وي، خامخا به د وخت په تيريدو سره خپل طرز او خپلو ځانګړنو ته هم رسيږي. د غضنفر په اند جلان د خپلې شاعرۍ په ابتدا کې لا د يوې بيلې لارې خاوند شوى دى، چې دا يوه ترټولو ډيره مهمه خبره ده.
منقاد الرحمن رودوال د جلان په شعر کې د نويو مفاهيو پر شتون سر بيره د هغه په شعر کې د تسلسل يادونه کوي او دا هم وايي، چې د ارايې بڼه يې سړى فکر کولو ته اړ باسي: (( د جلان په شعر کې نوي مفاهيم بېخي زيات دي او نوي مفاهيم انځوروي، چې دې ته يو تړاو هم ورکوي، يعنې تسلسل يې هم په شعر کې موجود دى. سربېره پر دې د جلان په شعر کې ښه ژور او انځوريز فکر هم شته. که ووايو، چې يوازې فکر دى نه، يوازې فكر نه دى، انځور، تسلسل، فکر، تخييل دا ټول مسايل يې سره غاړه غړۍ کړي او سره يې ګنډلي دي. دغه ګڼې ښکلاوې ټولې د ده په شعر کې شته دي. حتى ده په خپلو شعرونو كې داسې مفاهيم رانغاړلي، چې پخوا چا نه دي ويلي.))
رودوال د خپلو دې خبرو د اثبات لپاره د جلان يو د مثال په ډول راوړي او وايي: (( دغه بيت يې:
جانان چې کاڼي شي د غوښې له قالبه ووزي
زموږ له سترګو نه د سپينو اوښکو ژبه ووزي
داسې هر چا ويلي، چې جانان دغوښې زړه نه لري، د کاڼي زړه لري. جانان ډبره ده، جانان اوسپنه ده. خو په دغه انداز هيچا نه دي ويلي.
رودوال وړاندې دې ته نغوته كوي، چې د دواوړو نيم بيتيو ترمنځ يو تړاو او ورسره دا يوه داسې يوه څرګندونه، يوه ارايه ده، چې سړى په فکر کولو مجبوروي. رودوال له خپلې دې خبرې سره په تړاو كې، وايي چې جلان ډېر ځله نوې خبرې لري: (( تاسو دې بيت ته پاملرنه وكړئ:
ګرانه بيلتون دې زمانې لره پيکه کړم داسې
لکه د ځوان شاعر غزل، چې بې مطلبه ووزي
وګورى دا څومره نوې خبره ده. زه فکر کوم، چې دغه خبره پخوا هيچا نه ده کړې او جلان په لومړي ځل کړې ده او تر ټولو ښه خو دا، چې له خپل محيط نه، له خپل شاعرانه ماحول او له خپل شاعرانه بنډار نه دا مسئله راخلي.
راځي چې د ښاغلي جلان همداسې يو خوندور غزل ولولو.
ستا د سترګو سيوري مې ليدلي دي
دوه غنم رنګ ستوري مې ليدلي دي
ځه چې په ګلابو دې نن ولمانځم
اى! د بڼ په لوري مې ليدلي دي
ګرانه! د رڼا مينارې په سر
ستا دنامې توري ليدلي دي
څو ځلې ګېډۍ ګېډۍ هند ارې هم
ستا پښو ته نسكورې مې ليدلي دي
يو شاعر غلام بل تخيل غلام
دوه تنه کمزوري مې ليدلي دي
وړي جلانه! زړه پوښتنه نه کوي
دې چم کې سرزوري مې ليدلي دي
د ډيرو ادب پيژوندونکو په نظر صميميت د شعر يو غوره توکى دى. په شعر كې صميميت د شاعر د اخلاص څرګندونه کوي او د خپل شعر په نسبت يې صادق او رښتنى ښکاره کوي. منقاد الرحمان رودوال همدا خبره کوي: (( زما په فکر باندې د جلان په شعر کې يو ځانګړى احلاص موجود دى. دى، چې څه وايي د رواج او دستور لپاره يې نه وايي، د شهرت لپاره يې نه وايي، د سيالۍ لپاره يې نه وايي، بلكې له زړه نه يې و ايي. دا د ده طبيعت دى، د ده دروني کيفيت هم داسې دى. د ده غوښتنې، د ده احساسات او د ده عواطف هم داسې دي او زما په فکر همدغې مسئلې د جلان شعر ته يوه ښکلا يو ژوروالى، يو عمق او يوه اغيزه وربښي. زما په نظر دا د ده يو شاعرانه کمال دى. دى، چې څه وايي کاملاً يې له اخلاصه وايي)
ښه شاعر هغه څوک دى، چې هرڅه يې خپل او نوي وي. جلان همداسې يو شاعر دى، داسې يو شاعر، چې کابو ټول مفاهيم او ترکيبونه يې خپل او نوي دي. رودوال يې په شعرونو كې همدې کمال ته اشاره کوي: (( دى هر څه، چې لري، زما له نظره په ډيره لوړه سلنه د ده خپل دي.))
د رودوال په اند، كه څه هم د جلان مطالعه محدوده ده، د بل چا شعر يې ډير نه دى لوستى، بهرني ادبيات يې نه دي لوستي، شاعرانه بهير ته نوى راګډ شوى، خو له دې سره سره ډير ګڼ مفاهيم او ګڼ مسايل پخپل شعرکې لري: (( دا ټول هرڅه نوي دي او ټول د ده خپل دي. زما په نظر باندې دا ډير لوى کمال دى او له دې نه دا پته لګيږي، چې په ده کې يو طبيعي استعداد موجود دى، يو فطري استعداد. زما په خيال دى فطرتاً او طبيعتاً شاعر دى.))
د ښه شاعر يوه غوره ځانګړنه دا هم ګڼل کيږي، چې شا ته يې يو عقلي، روحي او معنوي پس منظر(بګرونډ) پروت وي او هره کلمه يې د يوه شي د تداعي کولو قوت ولري. کله چې موږ د جلان شعرونه لولو دغه قوت او کيفيت په کې له ورايه محسوسوو. عنايت ديدار، چې دغه ځانګړنه آرټ بولي، وايي: (( جلان په ځوانو شاعرانو کې د آرټ په هنر باندې ډير زيات پوه دى. چې دا زه په پښتنو شاعرانو کې، البته زموږ له لويو شاعرانو پرته په زلميو شاعرانو کې ډير کم وينم. لکه غني خان بابا، چې وايي:
نن د ژمي ماښام
د جړۍ شپه ده
پوست شبنمي باران بهر وريږي
يار شروع کړې ما ته د غم کيسه ده
کله موسکۍ شي کله ژړيږي.
اوس دې شعر ته که سړى فکر وکړي او سترګې پټې کړي نو د سړي ذهن ته هغه بګرونډ ورکوي،
چې د ژمي ماښام وي، د جړۍ شپه وي او باران وريږي
دغه خيال او آرټ د جلان په شاعري کې هم ډير زيات ليدل کيږي او ډير شعرونه يې همداسې بګرونډونه لري.))
دا هم د جلان يو بل غزل، چې يادې ځانګړتياوې په کې سترګکونه وهي.
غزل
ژوند ژوند اننګو نه یې اورښت د ګلابونو دی
دا د ښکلا ذات کې لوی نوښت د ګلابونو دی
دا دنیا پڼه ده زموږ د عشق ګل زریني پښې
زه د وړانګو غر جانان مې دښت د ګلابونو دی
کینه چې سکوت د تیارو مات کړو په درزا د زړو
شپه به په دې پوه کړو، چې جوړښت د ګلابونو دی
تتې مو خبرې شوې لیمو کې د جذبو د راز
خدایه! په دې ځوان وخت کې زړښت د ګلابونو دی
ستا د نوم له تورو يې ډيوې د غزل جوړې کړې
ستا شاعر جلان پوه په ارزښت د ګلابونو دى
د چاپيريال انځورونه او د سيمه ييز ژوند د خوند او رنګ شتون د جلان د شعر يو بل غوره والى دى. د جلان ډير کم شعرونه به ومومو، چې دا خوند او رنګ ونه لري. كاروان صاحب، چې جلان د كلى، غره او ځنګل خاوند سړى بولي، په دې نظر دى، چې خامخا بايد يو داسې شاعر له خپل چاپيريال نه رنګ واخلي، كاروان صاحب وايي: (( دغه رنګ د ده په شاعرۍ کې جوت دى. کليوالي تصويرونه، د غره تصويرونه. دغه ډول بايد ووايم، چې د کلي د ژوند تصوير او تمثيل هم د ده په شعر کې هم شته.))
بشير ګواښ هم د جلان د شعر دغه ښکلا په ګوته کوي: (( هغه د ده د چاپيريال څيرې او هغه څه، چې هلته کاريږي، دى هغه ټول په خپل شعر کې کاروي او په ډيرې ښې طريقي يې استمعالوي، لکه يو شعر يې دى
وه جلانه ډيرې جنکۍ به ليونۍ کړمه
زه چې شړۍ واغوندم اتڼ ته مټې ورکړمه
دا خبره يې په ډېره خوږه بڼه راوړې او ښه يې کارولې ده.
او يا لکه يو بل شعر کې وايي:
جلانه مړ شې اخر دومره بې غور څنګه وې؟
پاڼه د ګل وم ولاړم اوسپنه شوم زنګ مې وکړو
دا يې څومره ښه راخيستې، بيخي سندريز او روان
رودوال هم د جلان په شعر کې د همدغې ښکلا يادونه كوي او وايي، چې د ده په شعر کې سيمه ييز انځورونه ډير زيات دي: (( دى خپله سيمه انځوروي، که طبعا چا آريوب ليدلى وي که چا ځاځي ليدلي وي، نو زه فکر کوم، چې دا ډيره ښکلې سيمه ده او دې مسئلې هم د جلان شعر ته ښکلا ورکړې. دى هماغسې يو طبعي غرنۍ طبيعت لري، هماغه طبيعت دى انځوروې او خوند او رنګ ترې اخلي))
شعر د شاعر د باطني محسوساتو بيانوونکى وي، څه چې د شاعر زړه کې وي، هغه له لوستونکي سره شريکوي جلان همداسې يو شاعر دى او شعر يې د هغه باطني احساساتو بيان دى. نورالحبيب نثار، چې د جلان د شعر يو ښه مينه وال دى، د ده په شعر كې د باطني احساساتو د بيان په اړه وايي:(( د ده په شعر کې او د ده په غزل کې ډيره ښيګڼه، چې ما ته تر ټولو جوته ښکاري، هغه دا ده، چې دى په کې ځان څرګندوي او خپل باطني محسوسات بيانوي.))
د نثار صاحب په خبره، هغه څه چې جلان احساسوي او هغه څه، چې د ده په روح او روان کې پراته دي، هغه راوباسي او په شعر کې يې وايي. نثار وړاندې وايي: (( يوه بله ښکلا هم زه په کې وينم اوهغه دا، چې ژبه يې هم يوه ځانګړتيا لري او هغه ځانګړتيا دا ده، چې ځينې وخت دى د خپلې سيمې لهجه پخپل شعر کې راخلي او داسې يوه هڅه کوي، چې خپله سيمه ييزه لهجه هم وساتي. که څه هم ځينې خلک وايي، چې موږ بايد يوه بين الافغاني ژبه ولرو خو دا بين الافغاني ژبه وايي څه ته؟ بين الافغاني ژبه دې ته نه وايي، چې زما لهجه د ستا لهجه او د هغه بل لهجه په کې له منځه ولاړه شي))
د نثار په وينا، لهجه، چې ده ژبې ته کوم زيان نه رسوي. څوك، چې يو مطلب ليکي دا مطلب، چې د چا څه ډول لهجه ده، هغه دې پخپله لهجه کې لولي خو موږ به يې په هغه بين الافغاني املا يا ليکدود کې ليکو: (( دى ځاځى دى، ځينې وخت دوى خج د فعل نه مخکې کليمه باندې راوړي، مثلا قلم مات شوى دى، موږ عام وتام داسې وايو، چې قلم مات شوى دى.
خو دوى له فعل نه مخكې كليمې باندې فشار راوړي.
دلته په دې مثال كې، چې نثار صاحب يې يادونه وكړه، جلان او ځينې نور ځاځي شاعران خج د (( مات)) پر كليمې راوړى دى.
نثار وايي، چې دا ښېګړه کله کله د ده په شعر کې په داسې مقامونو کې وي، چې د قافيې او رديف په ځايونو کې وي او په همدې شکل يې راوړى وي.
د جلان دا شعر همدغه ځانګړنې لري:
غزل
څومره مغرور وم څومره ښه خوى د ملنګ مې وکړو
زه چې د زړه له بامه ولويدمه شرنګ مې وکړو
ياد دې چې نيمه شپه کې ور د زړه را وټکاوه
بس خوب مې پريښوده ښه وژړيدم ننګ مې وکړو
د يوې نوې ښکلا ژبه يې په ګوتو راکړه
چې د طبيعت له لونګين غره سره جنګ مې وکړو
جانانه! اوس مې له نيمژواندې ځوانۍ لرې ګرځه
لکه د لومې تار د درد سيلۍ ته ترنګ مې وکړو
جلانه مړ شې اخر دومره بې غور څنګه وې؟
پاڼه د ګل وم ولاړم اوسپنه شوم زنګ مې وکړو
په لنډو ټکو کې جلان زموږ د بهير په هغو شاعرانو کې راځي، چې شعر يې له تخيل، فکر او موسيقيت څخه مالامال دى، خبرې يې خپلې، پخې او نوې دي. که چيرې يې په همدې مينې دغه لاره وپاللـه نو زموږ بشپړ باور دا دى، چې دى به سبا د يو بيل طرز، بيلې لارې او بيل سبک خاوند وي.