وژني مې ګام په ګام
عجب کيفيت لري دا زړونه ځکه زر پټوي
خوږو ليمو کې چې ګل دښت ګل دښت نظر پټوي
خېر دی که کېناستم د ستا د لوپټې سيوري ته
واورې هم کله کله غېږو کې سپين غر پټوي
خوله يې په پښو کې ده په يو چړپ زر هيندارې ژويي
اوس د جوهرو پسرلي يو جادوګر پټوي
وژني مې ګام په ګام خو بيا هم مينه ناک دی جانان
د سندرغاړي سل عيبونه يو هنر پټوي
کاږه شکست کې جلان تمه د ژوندون نلري
بيړۍ چې ماته شي ضرور يې سمندر پټوي
سيدجيلاني جلان
يادونه ! دغه غزل دګلپاڼو اتڼ له کتاب څخه راخيستل شوىدى.
03.10.2009
- اريوب
ليکوال صديق الله بدرد جلان شاعري، انځوريزه شاعريادبپوهان په دې باور دي، چې هر شاعرانه تصور د خيال له جوهره سرچينه اخلي. شاعر تل په دې هڅه كې وي، چې په خپل جادويي بيان سره هغه انځورونه، چې د هغه په ذهن كې رامنځته شوي، هغه په هماغه قوت، شدت او روڼوالي سره د خپل وړ اوريدونكي په ذهن كې ځاى او ژوندي كړي. دا خبره تر ډېره پر هغو شاعرانو ډېر صدق كوي، چې فطرتا شاعر وي. فطري شاعران خپل افكار داسې سره رانغاړي، چې مينه او ښكلا يې سلام كوي او هره خبره يې...
03.10.2009
- اريوب
ماتې غوټۍته وﻻړ وې راته ﻻر کېما درمنډه واخيستله د خپل مات زړه ارمانونو مېځولۍ درله سپړلهچې پلو مې درله خور کړڅنډې تشې وې له هيلوبل څه نه وبسيو څو د رڼو اوښکو مړاوې پرخې مې پلو کې ځلېدلېبل څه نه وبسيو څو سلګو زما د ارمانونود شيبو ګيلې کولېبل څه نه وبسزما ماشوم زړګۍ و او يو څو ماتې غوټۍ وېبس يو څو ماتې غوټۍ وې...!!!...