زه په تمه تمه درته ناسته يم
تا خو ويل راځمه درته ناسته يم
ته به يا بندي يې يا شهيد اشنا
زه به نو تر کمه درته ناسته يم؟
خدای به دې يوه ورځ له سفرراولي
خير دی که مرمه درته ناسته يم
زړه دې د خليج جينکۍ يونسي
مړه به شم له غمه درته ناسته يم
درسته ورځ مې سترګې درختلې دي
شپه شوه شومه دمه درته ناسته يم
روح د پکتيانۍ درسره تللی دی
مړه يمه بې دمه درته ناسته يم.

٢ آګست ٢٠٠٩ ميلادي کال پېښور