غزل

دي د شپو د مخ زخمونه نور ثمر ور سره نشته

په دې ستورو پسې مه ځئ سپين سحر ور سره نشته

ما خو و پېژانده، دى د ناهيدې د قاتل ورور دى

خير دا که په لستوڼي کې خنجر ور سره نشته

دا په عزم کاڼي خلګ په زړه دومره سادګان شوو

چې توپير د نيکو، بدو هېڅ قدر ور سره نشته

دې ته خداى يو امانت په پوره ډول  و سپارلى

اوس چې بيرته يې ور سپاري نيم بشر ور سره نشته

اى تاريخه که په زړه دي د طارق (رض) کيسه يادېږي

دا هم هغه يو لښکر دى خو رهبر ور سره نشته

 

غزل

موږ چې د زړه له تله، تل ځنې نفرت کړى دى

جانانه تا د هغو خلګو وکالت کړى دى

دا ډله نه ده! دا چې نن و موږ ته لاره ښيي

موږ په څو ځله د دې ډلې امامت کړى دى

په ډېر ادب مې ستا د مخ د قران توري لوستي

په ډېر ادب مې د دې پاڼو تلاوت کړى دى

غلامان نه دي مګر بيا هم بندګي لټوي

دوى له شېرينې ازاديه بغاوت کړى دى

چې يې زموږ پر پلوونو دي نوکاري ناستي

هغو خو تل د دې وګړو شفاعت کړى دى

په هره ليکه او هر باب کې يې ژړا ليکلې

چا مو د ژوند د کتابګوټي صحافت کړى دى